Home » بېلا بېلي لیکني » څلور قصې ،څلور درسونه

څلور قصې ،څلور درسونه

 

لیکوال : مفتي  ابولبابه شاه منصور

ژباړه :  مفتي فیض الرحمن نثار

 

دسورت کهف اجمالي مطالعه

امیر المؤمنین فی الحدیث ، امام بخاري رحمه الله په صحیح بخاري کتاب التفسیر کې يو روایت نقل کړی

حدثنا ادم ، قال حدثنا شعبة عن ابی اسحق ، قال سمعت ابن مسعود قال  فی بنی اسرائیل و الکهف ومریم : انهن من العتاق الاول ، وهن من تلادي      .                           [صحیح بخاري :۲/۶۸۳

ژباړه : حضرت ابن مسعود رضی الله عنه فرمایې : چې سورت بنی اسرائیل ، سورت کهف ، اوسورة مریم  درې واړه سورتونه دمخکنۍ زمانې دلوړ ې مرتبې نوادراتي خزانوڅخه دي ، اودازما محفوظه سرمایه ده .

په پورتني ذکرشوي روایت کې دهغه دریو سورتونو چې دقران کریم په مینځ کې واقع دي  ، یو خاص فضیلت بیان کړل شوی ، دهغوئ له جملې څخه اول سورت سوره کهف دی چې یو لفظ پکې د [ولیتلطف ]داسي لفظ دی  چې دقران کریم دترازو دسته ورته ویل شوي یعني دقران کریم دالفاظو هغه حصه ده ، چې نیم قران تر هغه مخکې اونیم وروسته دی ، سورة الکهف دقران په مینځ کې راغلی چې مخکي یې سورة بنی اسرائیل اووروسته ترې سورة مریم واقع دی ، در ې واړه سورتونه دمخکنۍ زمانې داهل کتابو دتاریخ له ابتداڅخه نیولې بیاتر اخیرې زمانې پوري دهغوئ دانجام وطرفته اشاره کوي ،همدا وجه ده چې( العتاق الاول  )یعني د قدیمې زمانې ستر ه خزانه پکي نغښتې ده ، او پکې دیوې لويې فتنې څخه دځان ژ غورلو حفاظتي حصار هم ښودل شوی ، هم ژبنۍ وظیفه ،او هم دژوند لا ئحه عمل ده ؛ځکه  يې (تلاد) محفوظه سرمایه ورته وویل ، که دسورتونو په ترتیب باند ي نظر واچوو  ـ بنی اسرائیل ، کهف ، مریم  ـ   څرنګه چې دسورت کهف په پیل او پای کي ددجال له فتنې د ځان ژغورلو وظیفه بیان شوې ، اوپه مینځ کې یې ددجالې فتنې څلور وعناصر وبیان اوور څخه دځان ژغورلو دکار طریقه  ښودل شوې ، له همدې وجهي  دیو خاص تاویل او تبیین په بڼه کې ورته ددجال یا دهغه دفتنې ‌ذکرکونکی سورت هم ویلای شو ، که د پور تني  وضاحت او تعبیر  په نظر نیولو کي دسورتونو دنومونوپه ترتیب ځغلنده نظر واچوو ، بنی اسرائیل ، کهف ، مریم ـ  بنی اسرا ئیل دوه ډلې اهل کتاب دي ، یوه ډله دعددي قلت باوجود ددویمې ډ لې عمومي کثرت  ځپلی ، دهغوئ مذهب  او مذهبیات یې تکه تکه کړي ، یوسخت زړي یهود اوبل درحم وړ عیسائیان   دي ، له دواړوډلو څخه بریالۍ ډله په ټوله نړۍ کې په مخالف فریق باندي  دبریالیتوب لپاره زیارباسي ، همداسي په سورت بني اسرائیل کې خاص دیهودو تذکره شوې .

دسورة په پیل کې له القدس څخه دهغوئ دوه ځلي دشړلو یادونه  اوپه اخر کي ددریم وار راستنیدو وروسته دنسلي خاتمې ذکر شوی ، که په بل تعبیر سره : په پیل کې دموسوي او عیسوي شریعت دانکار په بناء دجزئی اووقتي سزاء ، اوپه اخر دسورت کې دمحمدي شریعت دانکار په بناء دکلي او حتمي سزاء یادونه شوې .

اوس که دسورتونو په تاویلي ترتیب نظر واچوو ـ   یهود ، دجال ، مریم .څرنګه چې په سورة مریم کې دحضرت مریم دهغه زوی تذکره شوې چې ټولې نړۍ ته به ددجال له نحوست څخه دخلاصون لار پيدا کوي ، نو ددریوسره سور تونو دمر کزي مضمون په لحاظ ترتیب څه شو؟ یهود ، دجال ، عیسی (ابن مریم علیهما السلام )

محترم لوستونکیه ! ایا په  دومره خاص ترتیب سره دقران په مینځ کې  ددریوسره سورتونو د العتاق الاول  یا تلاد ی په رمز باندي پو هیږي ؟

نو بیا واوره !چي یهود د انسانیت هغه ناکاره ډله ده چې له اوله بیاتر اخیرې زمانې پوري به دګرده  انسانیت لپاره بده  نمونه وي ،

دجال اکبر هغه بد ترین مخلوق  به هم ددې بې عاره ډلې  لوی مشر وي ، اودلعین شیطان دلاس آله به وي

ابن مریم بیا هغه صفاستره اومظلومه هستي ده چې تر خاتم الانبیاء محمد رسول الله (صلی الله علیه وسلم )مخکې وروستی  نبي و ، هغه بني اسرائیلوته دسمې لارې دبرابرولولپاره  دوروستي مهلت په توګه رالیږل شوی و ،

له هغه سره که حوارینووفاء نده کړې ، نو دمحمد رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) له امت څخه به ځیني  هغه بختور خلق داسعادت موندي چې له اسمان څخه دهغه تر نزول وروسته ورسره ملګري او جهاد وکړي ؛ځکه چې دامت اولينو یې خپل پیغمبر يواځې پرې نښود له دې امله صحابه و يې له خپلو بدنونو څخه  دسپر جوړولو دهغه په مخکې

يو اځنی  مثال جوړکړ،

په غزوه احد کې یواځي یولس صحابه و چې له خپل محبوب رهبر سره پاتي شول ،

دوه مهاجر صحابه چې دفاع یې کوله او(نه )هغه انصار صحابه چې  یو له بل نه مخکې يې جګړ ه په مخ وړله اود بیعت حق یې اداکول ، دحضرت عیسی علیه السلام له دولسو حواریونو څخه یو هغه چې ددپه هکله یې جاسوسي وکړه ، او یولسو حضرت عیسی علیه السلام یو اځي پریښود ، واضحه دي وي چې په دې کې دصحابه رضی الله عنهم فضیلت هم په هغو ی ښکاره شو ، خدای مه کړه داسي هیڅ وخت نشي کیداي چې درسول الله  (صلی الله علیه  وسلم ) ترجیح په حضرت مسیح علیه السلام باندي په داسي توګه راشي چې پکې دمسیح علیه السلام دتنقیص جانب وي ،

نوددریو سره مضمونوترتیب داسي شو : (۱)یهود هغه تاریخي بدبختان دي چې شقاوت یې تاریخې او دائمې دی ، (۲)دجال هغه دوهم شیطان دی چې  له ځنځیرونوڅخه دکږې ډلې ازادي غواړي ، (۳) هغه حضرت عیسی علیه السلام چې درسول الله (صلی الله علیه وسلم )دامت له سرښندونکې ډلې  سره به یوځای کیږي اوانسانیت به له دې لویې فتنې څخه خلاصوي

ددغه دریو سورتونو دمرکزي مضمون له باهمي ربط او دقران  په مینځ کې  دځای موندنې  له اهمیت وروسته دمینځ سورت ومر کزي مضامینو ته  راګرزو ، په دې سورت کې ټولې څلور قصې بیان شوې ، په څلور واړه قصوکې دیو داسي روحاني ناروغۍ ذکر شوی چې دانسان لپاره دګمراهۍ سبب جوړیږي ، (۱) حکومت اواقتدار (۲)مال اودولت (۳)عقل پرستي (۴)دورکړل شویوصلاحیتونو نه ناسم استعمال .

داڅلور سره عملي فتنې دي ـ دسورة په پیل  او پای کې دیوې عقیدوي فتنې یادونه هم شوې  ،یعني  دشرک یو داسي قسم چي مشرکین خپله هم باندي شرميږي ، عامو مشرکینو به یومخلوق شریک بلل ، یهود اونصاری بیا ځیني انبیاء کرام دالله رب العزت مولود بولې ، داشرک اعظم دی ؛ځکه مخلوق بیاهم مخلوق دی  که یو جاهل یې شریک ګڼي خو دابیاتسلیموي چې دخالق مرتبې ته نشې رسیدلی ، داخو له یادونې نه بغیر داسي شرک دی چې اسمان راپریوزي ، ځمکه وچوي ، غرونه ریزه ریزه شي ، په خاصه توګه چې داعمل دیو داسي خلقو له جانبه وي ،چې خپل ځان ته موحدین او اهل کتاب وایي ، دسورة کهف په پیل او پای کې  مخلوق ته دزوی  ،یا عبد ته له ولي ویلو څخه منع راغلې ده ، په مینځ کي دڅلور عملي فتنو څخه دځان ژغورنې نصیحت شوی ،بلکه دا  پنځه فتنې …یوه عقیده ، او څلور اعمال  …به  په یو ه وخت کې په انسان یو ناڅاپه حمله کوې ، دسورت په پیل اوپای کې له دې فتنې څخه دخلاصون لائحه عمل په واضحه توګه بیان کړل شوې ،

اوس که په څلورو قصو اوپه هغوئ کې په څلورو علامتي فتنو نظر واچو:

(۱)اصحاب کهف :

لومړی قصه ، له انساني ابادۍ څخه لیري په یو ِغارکي دپناه اخیستونکو څو هغو ځوانانوده چې ورباندي دوخت صاحب  اقتدار دخپلې باطلي نظریې تپلو کوښښ کړي و ،هغوئ دالله درضاء په خاطر خپل کورونه پریښودل اوهجرت یې وکړ ، دهغوی په شریعت کې جهاد نه و ـ  له هجرت سره دجهاد امتزاج دامت محمدیه اعزاز او خاصه ده ، لهذاانسانیت ته به دوخت له دروغجنې  خدايې دمسلط کونکې دجال څخه نجات هم مجاهدین ورکوي ،

(۲)اصحاب الجنة :

په دویمه قصه کې بیا دیو داسي سرمایه دار ، جاګیردار ، اوبې دینه مال دارتذکره ده ، چې د ماده پرستۍ ، اوسرمایه دارۍ په فتنه راګیروو ، دمسبب الاسباب په ځای يې په اسبابو عقیده وه ، دیوه مخلص ملګري تنبیه يې هم په زړه نه راکرزوله ، نه يې په ګټلو کې دحرام اوحلال فرق ، نه  يې په خرڅولو کې دغریبانو دحقوقو ساتنه کوله ، بلکل داسي لکه دنني سرمایه داره نظام زیږونکې ملټي نیشنل کمپنیانې چې دي ،

په دې قصه کي یې مذکوري فتنې ته په اشاره کولو سره دمال له فتنې څخه دخلاصون لاره ښودل شوې ، هغه فتنه چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) يې په هکله دخپل امت لپاره تر شرک زیاته اندیښنه درلوده ،

(۳) دموسی اوخضرعلیهماالسلام قصه :

سیدنا حضرت موسی علیه السلام دخپل دور په شریعت کي تر ټولو انسانانوستر عالم و ،دالله تعالی حکمت دادی چي ځینې واقعات داصحاب التکوین په لاسونوسرته رسوي ، که په ظاهره څه هم دعقل خلاف کار وي ، دالله جل جلاله له طرف څخه دمحبت نه ډکي تنبیه وروسته موسی علیه السلام  دخپل محدود علم څخه نفی وکړه ، او په خپل ځان باندي تر غره کیدلو نه یې الهی وحی حق وبلله ، تر جاه پرستي ،مال پرستي وروسته ددجالي دور تر ټولو لویه فتنه به عقل پرستي وي ، له دې دځان ژغورل خالص دالهی احکامو په مخکي دځان تسلیمولواوپه خلاف طبع شیانو کې په رضاء بالقضاء اختیارولوسره ممکن ده ، بیا که خلاف طبع کار دنفس په اعتبار سره وي (لکه دماشوم قتل ) یا دمال په حیثیت سره (لکه په کښتۍ کې سوري کول )یادمتوقع نفع له لاس څخه دتللو په حیثیت سره (لکه په دیوال جوړونې باندي داجرت نه اخیستل ) په مذکوره قصه کې دری واقعات په داسي توګه ذکرشوې چې پکې په  تعقلیت باندي ییي د عصای موسوي ضرب لګیدلی دی،

(۴) دذوالقرنین اویاجوج ماجوج قصه :

بعض خلقو ته الله تعالی ډیر پریمانه وسائل اوستر صلاحیتونه ورکړي وي ، خو بیا هغه خلک چې عباد الرحمن وي (لکه ذو القرنین ) هغه دا وسائل دځمکې دخلګودفلاح لپاره استعمالوي ، او ځیني دټیټي درجې مخلوق (لکه یا جوج ماجوج )هغه بیاداخپل غیر معمولي ذهني اوجسماني قوت دځمکي په فساد کې استعمالوي ،دجال ته هم غیر معمولي ذهني اوجسماني قدرت حاصل دی ، خو دالله مقرب بنده مسیح ابن مریم (علیهما السلام )به هغه په معجزانه توګه هلاکوي ، او انسانیت ته به دهغه له شره نجات ورکوي ،او دمحمدي نبوت (علی صاحبها الف تحیة ) موافق به الهي خلافت قائموي ،

غرض دا چې دا هغه فتنې دي چې علماء او مشائخ له ابتداء څخه نيولې تر ننه پوري  له هغوئ څخه دځان ساتنې او دنورو دژغورلو لپاره جد جهد کوي ، هغوی ورته دحب جاه ، حب مال ، عقل پرستي ، اونفس پرستي نوم ورکړی ده ، حضرت مولانا سیدابو الحسن علي ندوي (رحمه الله ) ورته دمادیت پرستي نوم ورکړی ، او د نننۍ زمانې شرک یې ورته ویلي ، (معرکه ایمان ومادیت :ص /۹۰) او ورڅخه دځان ساتنې جد جهد ته یې دعقیدې ، اوعمل د اصلاح  نوم ورکړی ، او دهغوئی له اثراتو څخه يې دحفاظت لپاره په شریعت باندي داستقامت ، دسنتو په اتباع  ټینګار کړی دی .

داڅلور بلکه پنځه (له پنځمي څخه مراد دیهودو ،نصاراو هغه بې اصله دولدیت /ابنیت شرکي عقیده ده ) په خپل ځای فتنې  دي ، خو چې کله دا په نړیواله ، جبري ، او اختیاري ، همداسي ددروغجني خدایې دعوی کونکي په سرپرستي کې په مخ وړل کیږي ، نوبیا پوه شه !چې اقتدار له دولت سره ، اوعقل له قدرت سره یو ځای شې ، څه به زیږوي ؟

خو الله جل جلاله فضل او کرم دی ، چې امت ته یي دقران کریم دایاتو په شان متبرک کلمات ، اودتقوی په شان یوه کړۍ ، او دجهاد په شان علاج عطاء کړی ،

باطل قوتونه که  دبدیو محور دی ، خو دعقیدې او عمل اصلاح یي مؤثر ماتونکی دی ،

بختور دي هغه خلک چې دشریعت او سنت لمن ونیسي ، دعقیدې او عمل په اصلاح باندي خپل رب راضي کړي ، دتقوی او اعتدال لاره ټینګه کړي ، او دجهاد ، دعوت کوښښ په ټوله نړۍ کې بیا راژوندۍ کړي .

 

About admin