Home » دار الافتاء » له طواف وروسته په سعي کې مسنون اذکار ؟؟

له طواف وروسته په سعي کې مسنون اذکار ؟؟

الاستفتاء محترم مفتي صاحب ! له طواف څخه وروسته دصفا اومروا په سعی کې کوم مسنون اذکار شته اوکه وي نوکوم اذکار دې چې باید وویل شې ؟ ستاسو ورورعبدالله

الجواب حامدا ومصلیا وبعد هو، له طواف څخه ورورسته دصفااومروا په سعي کې مسنون اذکار شته، چې محدثینو اوفقهاو يې تذکره کړي ده .

دابن مسعودرضی الله تعالی څخه نقل شوي چې داتورې به يې ویل :اللهم اغفروارحم وانت الاعز الاکرم ،کمارواه البیهقي

اوپه فتاوی قاضیخان کې يې داتوري په دعاء کې اضافه کړي دي :واهدني للتي هي اقوم ونجني من حر جهنم فانک تعلم ولااعلم .

همداسي علامه شامي رح په ذکرشوي دعاء  کې څه نور تورې هم وراضافه کړي دي :ونجنا من النار سالمین وادخلنا الجنة آمنین ربنا اتنا في الدنیا حسنة وقناعذاب النار .

نومجموعي  داسي ده : اللهم اغفر وارحم وانت الاعز الاکرم  واهدني للتي هي اقوم ونجني من حرجهنم فانک تعلم ولااعلم ونجنا من النار سالمین وادخلنا الجنة آمنین ربنا اتنا في الدنیا حسنة وقناعذاب النار .

…………………………….

رواه البیهقي برقم ۹۳۵۱

هندیه ۱\۳۱۷

مجموعه رسائل ۲\۳۵۰

کذافي الموسوعة الکوتیة

کتبه مفتی عبدالواحدعفی عنه

About admin