Home » دار الافتاء » که یوتن په طواف کې بي اودسه شي ؟؟

که یوتن په طواف کې بي اودسه شي ؟؟

الاستفتاء رقم محترم مفتي صاحب !که په طواف کې یو تن بي اودسه شي طواف به له سره راګرزوي اوکه به هغه پاته شوطونه ؟ بینوا توجروا

الجواب حامدا ومصلیا وبعد:په ذکرشوي صورت کې تفصیل ده که چېري يې له څلورو شوطونو څخه زیات طواف کړی اوبیابي اودسه شوو نوخوښه يې شي له سره طواف راګرزوي اوکه يې خوښه شي هغه پاته طوافونه دي راوګرزوي .

اوکه له څلوروشوطونو څخه يې کم شوطونه کړي ونوبیاافضل اوبهترداده چې له سره ټول طوافونه راوګرزوي اوکه يې له هغه پاته ځایه شوطونه راوګرزول هم صحت لري .

……………………………………

غنیة الناسک بحواله کتاب النوازل ص \ ۱۲۷  اوتجدید وضوء ثم عاد بنی لوکان ذلک بعداتیان اکثره ،ولواستأنف لاشیء علیه .ویستحب الاستیناف في الطواف اذاکان قبل اتیانه اکثره .

و البحر ۲\۷۷

وکذافي الفقه الاسلامي وادلته ۳\۲۰۴

وکتاب النوازل ۷\۳۹۶

والله تعالی اعلم

کتبه : مفتي محمدشعیب عفی عنه

About admin