Home » لمونځ » داوداسه اداب:

داوداسه اداب:

اوداسه لپاره څوارلس اداب ده:

اول:  پر  لوړ ( بالا /ياهسک) ځای باندې داوداسه لپاره کښيناستل .

دوهم:  قبلې  ته مخ ګرزول.

دريم:  له بل چا ځخه کومک نه غوښتل .

څلورم:  خبرې نه کول.

پنځم:   دخولې اودزړه دنيت په مابين کې جمع والی کول، يعنې په خوله اوزړه باندې داودسه نيت کول.

فائده:   نيت په اعمالو کې يومهم شئ ده، ځکه د عادت اوعبادت  امتياز هم پر نيت باندي موقوف ده، امام بخاري رحمه الله تعالی له حضرت عمر بن خطاب رضی الله تعالی عنه ځخه راويت کوي، چې حضرت عمر فاروق رضی الله تعالی عنه  وفر مايل: چې  ماله حضرت رسول الله صلی الله عليه وسلم ځخه واوريدل چې ويل يي: انما الاعمال بالنيات ، وانما لکل امرءٍ مانوى…….الحديث.

ژباړه:  حضرت عمر رضی الله تعالی عنه وايي: چې ماله رسول الله صلی الله عليه وسلم ځخه واوريدل چې فرمايل يي: داعمالو   ثواب پر نيت باندې موقوف ده، اوهر کس چې دکوم شي نيت په کومه اندازه باندې کړی وي، الله عز وجل به  په هغه رقم باندي معامله کوي.

نوله پورتني حديث شريف څخه معلومه شوه، چې نيت  له اعمالوڅخه دثواب   حاصلولو لپاره يوه مهمه زريعه ، بلکه  يوازنۍ  لاره ده. نوبايد دنيت په هر يوه عمل کې خاص  لحاظ وشي.

شپږم:  ماثوره ( منقولې ) دوعاوي او اذکار  ويل  په وخت دپريمنځلو داندامونو کي.

يادونه :   په اوداسه کې داعضاؤ  اوندامونو دپر يمنځلو  پر مهال باندې چې کومې دوعاوي ويل کيږي، کتابونو کې مختلفي دوعاوي  رانقل شوي دي، عام اذکار: “بسم الله الرحمن الرحيم “ويل په  وخت دپريمنځلو دهر اندام کي، اويا ” اعوذبالله من الشيطن الرجيم” ويل، اويا” اشهد ان لا  اله  الا الله  وحده لاشريک له ، واشهد ان محمدا عبده ورسوله.

خاص اذکار:

دخولې دپريمنځلو پر مهال باندې دغه ذکر اودوعا ويل:   باسم الله  اللهم أعني على تلاوة القرآن، وذكرك، وشكرك، وحسن عبادتك.

دپوزې دپريمنځلو پر مهال” بإ سم الله  اللهم  أرِحني  رائحة  الجنة ، ولا ترحني  رائحة  النار.

دمخ دپريمنځلو پر مهال”  باسم الله اللهم بيض وجهي يوم تبيض وجوه وتسود وجوه .

دراسته لاس دپريمنځلو پرمهال”باسم الله اللهم أعطني كتابي بيميني وحاسبني حسابا يسيرا .

دچف لاس دپر يمنځلو پرمهال”  باسم الله اللهم لا تعطني كتابي بشمالي ولا من وراء ظهري.

دسر دمسح کولو پرمهال”   باسم الله اللهم أظلني تحت ظل عرشك يوم لا ظل إلا ظل عرشك

دغوږونو دمسح پر مهال”   باسم الله اللهم اجعلني من الذين يستمعون القول فيتبعون أحسنه.

دغاړې دمسح پر مهال”   باسم الله اللهم أعتق رقبتي من النار.

دراسته پښې دپريمنځلو پرمهال”   باسم الله اللهم ثبت قدمي على الصراط يوم تزل الأقدام.

دچپه  پښې دپريمنځلو پرمهال”   باسم الله اللهم اجعل ذنبي مغفورا وسعي مشكورا وتجارتي لن تبور.

اوروسته  دي درود شريف ووايي.

اووم:  دغوږونو دمسح پرمهال باندې ګوتې داخلول په  سورې دغوږونوکي.

اتم:  که يي ګوتمۍ په ګوته او ازاده ( پراخه) وه په ګوته کي ښورول.

نهم:  خولې په راسته لاس باندې اوبه آچول.

لسم: پوزې ته په راسته لاس باندې اوبه آچول.

يوولسم:  دپوزې سوڼ کول په چپ لاس باندي.

دولسم:  دوخت تر داخليدلو مخته اودس کول.

يادونه:  دا  دهغه چالپاره ده چې عذر ونه لري، کوم شخص چې عذر لرې هغه مخته تر دخول دوخت اودس کول ، اوبيا لمونځ ورباندې کول جواز نه لري؛ ځکه په خروج دوخت سره يي اودس ماتيږي.

ديارلسم: دشهادت کليمه ويل.

څوارلسم:  له اوداسه څخه  چې کومې اوبه په ګدوه کې پاته شي هغه په ولاړه باندې چښل، اووروسته  دغه دوعاويل: اللهم اجعلني من التوابين و اجعلني من المتطهرين.

يوه يادونه: کومې دوعاوي چې مخته زکر شوي هغه که عامه دوعاوي دي اوکه خاصه، بايد ټولې په وخت دپريمنځلو داندامونو کي وويل شي؛ ځکه دغه طريقه کتابونو ښه بللې ده.

…………………………………………….

حاشية الطحطاوي على مراقي الفلاح:/٧٦/

وكذا مراقي الفلاح على صدر حاشية الطحطاوي:/٧٥/، ٧٦.

وكذا حاشية إبن عابدين دار الفكر:/١/١٢٧/

نور بيا ……

ليكوال : مفتي نصيب الله ابوعبيده

About admin