Home » دار الافتاء » دطواف پیل څرنګه کېږي ؟

دطواف پیل څرنګه کېږي ؟

الاستفتاء : محترم مفتي صاحب ! دطواف پیل څه ډول کېږي ؟ یعني مسنونه طریقه يې کومه ده ؟ حاجي احمد

الجواب حامدا ومصلیا وبعد: دطواف په پیل کېدوکې دي لمړی داوه شوطه طواف نیت وکړي ،بیادي کعبي شریفي ته مخامخ دحجر اسود څخه لیږدرکن یماني لوري ته ودریږي ،اوالله اکبر ،بسم الله …اوحمد دي ووايې ،اولاس دي غوږونوته پورته کړي اوبیادي چپه اوږه دحجراسود طرف ته کړي استلام دي وکړي اوطواف دي شروع کړي .

في الدرالمختار وردالمحتار ۳\۵۷۶ فاستقبل الحجر مکبرا مهللا رافعایدیه کالصلوة واستلمه بکفیه وقبله بلاصوت .. قوله فاستقبل الحجر اشاربالفاء الی انه ینوي الطواف قبل الاستقبال الخ

کذافي البدائع ۲\۳۴۰

About admin