Home » درس الحديث » دعرفي دورځې دعاء ترټولو بهترینه !

دعرفي دورځې دعاء ترټولو بهترینه !

وعن عمروبن شعيب عن ابيه عن جده رضي الله تعالى عنهم ان النبيّ صلى الله عليه وسلم قال خيرالدعاء دعاء يوم العرفة الحديث ،نزهة الناظرين \ ۹۸ .

ژباړه : دعمروبن شعیب رضی الله تعالی عنه څخه روایت ده چي پیغمبرصلی الله علیه وسلم وفرمایل : بهتره ددعاوو هغه دعا ده چي دعرفي په ورځ کیږي .
حاصل داده چي په دغه ورځ دعا قبوله او مستجابه ګرزي ، نورکه دغه د عا څخه مراد هغه دعا وي چي حاجیان یې په عرفات کښي کوي ، اوکه یې نورمسلمانان په خپلوسیمو کي دلمونځوپه وختونو کي کوي .څکه په حدیث کي مطلق دیوم العرفه تعبیرشوی ، اوپه کوم مکان پوري یې تخصیص نه ده ورکړی .

دلته داخبره هم ضروري ده چي په دغه ورځ د عرفات له میدان څخه علاوه په نورو سیمو کي ددعا لپاره راټولیدل اویوځای کیدل په دي نیت چي په عرفات کې حاجیان راټول شوي نودهغوئ دمشابهت په خاطر دلته هم خلک راټولیږي نودابدعت اومکروه ده .لکه زموږ دفقهي په کتابونو کي په دي باندی تصریحات موجود دي .

About admin