Home » درس القرآن » دعرفي دورځې فضیلتونه

دعرفي دورځې فضیلتونه

دعرفي ورځ د عامو ورځو په شان نه ده په دې ورځ الله جل جلاله خپلو ملائکو ته په هغه خلکو سره فخر کوي چي پر عرفات ولاړ وي، د الله د حکم سره سم د حج فريضه اداء کوي، او په دې ورځ الله جل جلاله د ټول کال د ورځو په نسبت زيات شمير خلک له اوره ازاده وي او مغفرت ورته کوي ، په دې شپه الله پاک د نورو شپو په نسبت ډير زر دعا قبلوي، او دا هغه ورځ ده چي الله جل جلاله خپل وروستنى دين کي مکمل کړى دى.

د عرفي د ورځي فضايل:

په دې ورځ الله جل جلاله خپل دين مکمل کړى دى:

په صحيحينو کي د عمر بن الخطاب رضي الله عنه څخه روايت دى ،چي د يهودو يو سړي ورته وويل چي: اي امير المؤمنينه ستاسو په کتاب کي يو آيت دى تاسو يي تلاوت کوئ که هغه زموږ د يهودو پر يو چا نازل سوى واى نو موږ به د هغې ورځي اختر لمانځئ، ده ورته وويل چي: هغه کوم آيت دى؟ هغه ورته وويل چي دا آيت دى: ﴿الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الْأِسْلامَ دِيناً﴾ (المائدة: من الآية3.

ده ورته وويل چي: موږ هغه ورځ او هغه ځاى چي پر نبي صلى الله عليه وسلم دا آيت نازل سوى دى پيږندلى مو دئ، چي هغه د جمعي په ورځ پر عرفه باندي ولاړ و.

او عمر رضي الله عنه وايي چي دا آيت چي ﴿الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ﴾ د جمعي او د عرفي په ورځ نازل سوى دى، او د خداى شکر دى چي دا دواړه زموږ اخترونه دي.

قال صلى الله عليه وسلم: (يوم عرفة ويوم النحر وأيام التشريق عيدنا أهل الإسلام وهي أيام أكل وشرب) “رواه أهل السّنن”.
وقد روي عن عمر بن الخطاب أنه قال: (نزلت –أي آية (اليوم أكملت)- في يوم الجمعة ويوم عرفة، وكلاهما بحمد الله لنا عيد).
په دې ورځ الله جل جلاله قسم خوړلى دى:

لوى ذات چي کله قسم کوي نو په معمولي شي يي نه کوي بلکې په لوى او ستر شي يي کوي او الله پاک د عرفي په ورځ قسم خوړلى دى نومعلومه خبره ده چي دا هم لويه ورځ ده، لکه الله پاک چي په قرآن کي ذکر کړي ده: ﴿وَشَاهِدٍ وَمَشْهُودٍ﴾ (البروج:3)
د ابو هريره رضي الله عنه څخه روايت دى چي نبي صلى الله عليه وسلم وفرمايل چي: اليوم الموعود څخه د قيامت ورځ مراد ده، او له يوم المشهود څخه د عرفي ورځ مراد ده.رواه الترمذي.

About admin