Home » دار الافتاء » آیا منی دمکي په ښار کې داخله ده ؟

آیا منی دمکي په ښار کې داخله ده ؟

الاستفتآء رقم ……….. محترم مفتي صاحب !په اوس وقت کې دمنی اومزدلفي بناء وي له کعبي شریفي سره متصلي دي نو که یوتن په مکه مکرمه کې اقامت وکړي اودمنی له شپوسره يې پنځلس ورځې پوره کيږي نواقامت يې صحیح کېږي ؟ اوددې پوښتنه ځکه کوو چې نن صبادایوه لویه مسئله ده چې ډیر خلګ په کې تشویش لري اوبل داچې سفراوعدم سفرباندي په اسلام کې ډیراحکام بناء دي ،مثلا دلمونځونو ،اضحیې اوداسي نور …
الجواب حامدا ومصلیا وبعد:په ذکرشوي مسئله کې دعلماء اختلاف شته ؛مګر راجح اوتحقیق داده :چې دمنی اومزدلفي حکم اوس هم دپخواپه څېرده ،اوکه دمکې مکرمي دښار سره په ځینوساحوکې دمنی دکومي آبادي اتصال راغلی وي هغه دمنی استقلال ته نقص نه رسوی ،منی اوس هم دپخواپه څېر نه مکان قرار نه ده بلکه صحراء په ډول حیثیت لري .مزدلفه هم همدغه شان ده .
في الترمذي ۱\۱۷۷ عن عائشة رضی الله تعالی عنها قالت قلت یارسول الله الانبني لک بناء بمنی ؟فقال رسول الله صلی الله علیه وسلم لامنی مناخ من سبق …الحدیث
وفي البدائع ۱\ ۲۷۱ وذكر في كتاب المناسك أن الحاج إذا دخل مكة في أيام العشر ونوى الإقامة خمسة عشر يوما أو دخل قبل أيام العشر لكن بقي إلى يوم التروية أقل من خمسة عشر يوما ونوى الإقامة لا يصح؛ لأنه لا بد له من الخروج إلى عرفات فلا تتحقق نية إقامته خمسة عشر يوما فلا يصح،
ومثله في ردالمحتار۳\۷۲۹
واحسن الفتاوی ۴\۷۴
اپ کي مسائل اوران کاحل ۴\۹۲
فتاوی دارالعلوم زکریا۳\۵۲۷
جدیدفقهي مسائل ۲\۱۸۰
کذافي فتاوی دارالعلوم دیوبندوغیرها.

About admin