Home » لمونځ » د اوداسه اړوند بېلابېلي مسئلې(۲)

د اوداسه اړوند بېلابېلي مسئلې(۲)

-۶- مسئله:

که ديوکس دلاسونو اويا پښو ګوتې سره اوښتي اوپيچلې وي، اويا يي  نوکان دونه اندازه لوی شي چې  دګوتې يوه حصه ورباندې بنده شي، اوبه نه ورته رسيږي، اويا يي اوړه اويادا سې بل شي، لکه شمع،  اويا يي له سترګو څخه دباندې   يوقسم اوبه راوو زي چې په وخت تيرېدلو سره منجمدې شي، اوکلکې شي، ددغه کس اودس تر هغو پورې نه ده صحيح چې تر څويي اوبه لاندې پوست ته نه وي رسولي .

يادونه:   که يوکس پر لاسونو اويا پښوباندې  ( خيري) وي، اودس ورسره صحيح ده، دغه داسې نه دي لکه شمع، او يا  وازګه،ځکه له خيرو سره اوبه پوست ته رسيږي.همدغه راز: که د مچانو او يا کيکو ونيم وي.

……………………….

ولو انضمت الأصابع ) بحيث لا يصل الماء بنفسه إلى ما بينها ( أو طال الظفر فغطى الأنملة ) ومنع وصول الماء إلى ما تحته ( أو كان فيه ) يعني المحل المفروض غسله ( ما ) أي شيء ( يمنع الماء ) أن يصل إلى الجسد ( كعجين ) وشمع ورمص بخارج العين بتغميضها ( وجب ) أي افترض ( غسل ما تحته بعد إزالته المانع ( ولا يمنع الدرن ) أي وسخ الأظفار سواء القروي والمصري في الأصح فيصح الغسل مع وجوده ( و ) لا يمنع ( خرء البراغيث ونحوها ) كونيم الذباب وصول الماء إلى البدن لنفوذه فيه لقلته وعدم لزوجته ولا ما على ظفر الصباغ من صبغ للضرورة وعليه الفتوی

امداد الفتاح شرح نورالايضاح:/۶۳/

………………………….

-۷- مسئله:

که ديوکس ګوتمۍ په ګوته وي، اويا دزنانې غوږ والي په غوږ وي، اوس که چيرې تنګ وو، نو رسول داوبو ورته فرض ده، يعنې دګوتمۍ ښوريدل ، اودغوږ واليو ښوريدل . اوکه يي غالب ګمان داوو چې اوبه ورته  ورسيدي، بس اکتفا په غالب ګمان کيږي.

…………………………

ويجب ) أي يلزم ( تحريك الخاتم الضيق ) في المختار من الروايتين لأنه يمنع الوصول ظاهرا وكان صلى الله عليه و سلم إذا توضأ حرك خاتمه وكذا يجب تحريك القرط في الأذن لضيق محله والمعتبر غلبة الظن لإيصال الماء ثقبه فلا يتكلف لإدخال عود في ثقب للحرج والقرط بضم القاف وسكون الراء ما يتعلق في شحمة الأذن.

امداد الفتاح شرح نورالايضاح:/ ۶۳/

………………………………

 

-۸- مسئله:

که ديوکس  پښې  چاو دلي وي ، دوا يي پکې اچولي وي، ددغه تن لپاره  يوازي اوبه تيرول کفايت کوي، يعنې پر هغه ځای دي اوبه تيرې کړي،  اوکه اوبو تيريولو ضرر ورته رسول بيا دي مسح ورباندې وکړي، اوکه  ګرمو اوبو ضرر ورته سول، يخو اوبونه ورته سول، په يخو اوبو دې پښې پريمنځي، اوکه يخو ضرر ورته سول، بيا دي په ګر مو اوبو باندي پريمنځي، يعنې دضرورت په اندازه دي عمل کوي.

………………………

ولو ضره غسل شقوق رجليه جاز ) أي صح ( إمرار الماء على الدواء الذي وضعه فيها ) أي الشقوق للضرورة.

امداد الفتاح شرح نورالايضاح:/ ۶۳/

وفي حاشيه الطحطاوي علی مراقي الفلاح:/۶۳/ قوله ( شقوق رجليه ) أي مثلا . قوله ( جاز امرار الماء على الدواء ) وإن ضره إمرار الماء على الدواء مسح عليه وأن ضره أيضا تركه وإن كان لا يضره شيء من ذلك تعين بقدر ما لا يضره حتى لو كان يضره الماء البارد دون الحار وهو قادر عليه لزمه استعمال الحار ثم محل جواز إمرار الماء على الدواء إذا لم يزد على رأس الشقاق فإن زاد تعين غسل ما تحت الزائد كما في ابن أمير حاج ومثله في الدر عن المجتبى لكن ينبغي أن يقيد بعدم الضرر كما لا يخفى أفاده بعض الأفاضل.

……………………………….

-۹- مسئله:

که  يوکس  اودس  اويا غسل وکړي، وروسته  سر  وخرييي، اويا نوکا ن کاټ کړي، اويا بريتونه  کم  کړي،  پر دغه تن باندې  اودس ، اويا غسل  بيرته راګرزول نشته، که  څه هم مستحب ده.

……………………..

ولا يعاد الغسل ) ولو من جنابة ( ولا المسح ) في الوضوء ( على موضع الشعر بعد حلقه ) لعدم طروء حدث به ( و ) كذا ( لا ) يعاد ( الغسل بقص ظفره وشاربه ) لعدم طروء حدث وإن استحب الغسل .

امداد الفتاح شرح نورالايضاح:/ ۶۳/

……………………………

-۱۰- مسئله:

که يو کس  اودس کوي ، نولا زمه داده چې دغه کس به اول استبرا ء کوي ( يعني  چې بولي يي وه دريږي)  که چيرې يي بولې نه وي دريدلي  په اوداسه باندې  شروع کول  نه ده جائز.

………………………………..

ولا يجوز ) أي لا يصح ( له الشروع في الوضوء حتى يطمئن بزوال رشح البول ) لأن ظهور الرشح برأس السبيل مثل تقاطره يمنع صحة الوضوء.

مراقي الفلاح شرح نورالايضاح:/۴۳/

لیکوال مفتي ابوعبیده

About admin