Home » بېلا بېلي لیکني » ذوالنورين رضی الله تعالی عنه

ذوالنورين رضی الله تعالی عنه

 

۱= په طبعيت كي يي نظافت خوښېده چي مسلمان شو نو له هغه وخته به يې هره ورځ غسل كاوه ، تل به يي پاكي يانوي جامي اغوستي اوعطربه يي لګول ، غاښونه يې دسرو زرو په تار مضبوط كړي وو . سير الصحابه 1\246

۲=دخپل قام له غوره اوشریفو ځوانانو څخه یو و،دجاه جلال مالک دښه اخلاقو نمونه اودحیاء یوسمبول و،داسلام نه وړاندي يې په درسته ځوانۍ کې نه شراب څکلې ،نه يې کوم سروزاوریدلی اونه يې کوم بت ته سجده کړي وه . حلیة الاولیا، 1: 60-61 بحواله ماهنامه منهاج القرآن

کله چې ابوبکر رضی الله تعالی عنه داسلام دعوت ورکاوه دامهال دده عمر ۳۴ کاله و،دعوت يې قبول کړ اوسمدستي په اسلام مشرف شو،دی په اسلام کې شپږم و .له ده نه وړاندي پنځه تنه په اسلام کې داخل شوي وو.

درسول الله صلی الله علیه وسلم سره يې په ټولو غزاګانوکې ګډون کړی ،دعشره مبشره وڅخه ده .

اورسول الله صلی الله علیه وسلم خپلې دوې لونې یوه د بلې له وفات نه وروسته ورپه نکاح کړي .

علامه عیني رح وايې :په دنیاکې هیڅ داسې تن نه دی راغلی چې دیوه نبي دي دوه لوڼې په نکاح کې راغلي وي . له همدي امله ورته دذي النورین لقب ورکړل شوی و. عمدة، 16: 201

۳= له کابل څخه ترمراکش پورې یې دحکومت واګې غزیدلي وي ،هرچاکولای شو چې داسلام ددې عظیم خلیفه سره وویني .دخلافت په هرکار کې به يې مشوره کوله ،اوتقرري به هم له همدې مشوري وروسته کېدې

طبری، 4\414

۴= پيغمبرصلى الله عليه وسلم اعلان وكړ : من جهزجيش العسرة فله الجنة . كه چادعسره” يعني دتبوك دغزا ” دمجاهدينو مرسته وكړه نوهغه ته به لوى خداى جنت وركړي ، له دي اعلان سره سم حضرت عثمان رض ولاړ اوخپل 950 نه نيم سوه اوښان 50 پنځوس اسونه اوزر ديناره يې دخداى ج پيغمبرته وړاندي كړو. مناقب اصحاب ص\13

دذي النورین روستۍ شېبې

دبغاتو له لورې څلوېښت ورځې په کورکې محاصره و مګر داسي صبراواستقامت يې وکړ چې نمونه يې نه وه ،

دده خادم حضرت مسلم رض فرمايې په دغه وروستۍ ورځ يې خپل شل غلامان ازادکړل ،بیایې یولنګ وتړل ،موږ ته يې وویل :رسول الله صلی الله علیه وسلم ،ابوبکراوعمر رض مي ماښام په خواب لیدلي راته ویل يې :عثمانه صبر وکړه صبابه له موږ سره روژه ماتی کوي بیایې قرآن کریم راوغوښتل اوهغه يې تلاوت کاوه چې دتوري واری پرې وشواوشهیدشو انالله واناالیه راجعون

دمفتي ابویاسر له الحديقة ص\۱۹

About admin