Home » عصري مسائل » په موبایل کې د قرآني ایاتونو میسیج حذف کول جائزدي؟

په موبایل کې د قرآني ایاتونو میسیج حذف کول جائزدي؟

پوښتنه : محترم مفتي صاحب! نن سبا په  ټولنیزو شبکو لکه واټساپ،ټلیګرام ، مسینجر اونورو باندي ځیني خلک د قرآن کریم آیتونه ، مبارک حدیثونه  او ماثوره دعاګاني  یوبل ته لیږي . کله کله  ددې ضرورت پېښ شي چې دغه مسیجونه حذف کړي، تېره ورځ واټساف کې د یومولوي صاحب پیغام ملګرو نشرکړی ؤ چې پکې یې ویلي ؤ دقرآني ایاتونو میسجونه حذف کول جائز نه دي ؛ ځکه داد قرآن کریم خرابولو په معنی سره دي . نوکه تاسو په دې اړه ښه کره معلومات راکړئ.

الجواب :حامدا ومصلیا وبعد: هغه  میسجونه چې په قرآني ایتونو ، مبارکو حدیثونو یا ماثوره دعاګانو باندي مشتمل وي د ضرورت په مهال حذف کول شرعا څه مشکل نه لري .  والله تعالی اعلم

……………………………………………………………………….

لمافي الدرالمختارعلی صدرالشامي ۶/۴۷۷ : الکتب التي لاینتفع بها یمحی عنهااسم الله وملائکته ورسوله ویحرق الباقي.

وفي الهندیة ۵/۳۷۷: ولومحا کتب فیه القرآن واستعمله في أمرالدنیا یجوز.

کتبه : م/ محمد الغزنوي

About admin