Home » دار الافتاء » دحاجیانو دراتلوپه مهال ځيني مراسم او رواجونه

دحاجیانو دراتلوپه مهال ځيني مراسم او رواجونه

الاستفتاء رقم …. محترم مفتي صاحب ! نن صباچې په هرځای کې  خلګ له حج څخه راځې نوکورونه ورته ښائسته کېږي اونورډول ډول  مصارف کېږي همداراز ډلي ډلي خلګ مخ ته ورځې  آیا په شریعت کې ددي کوم جواز شته ځکه ظاهره خودایوډول اسراف اوبدعات  دي اوبله خواریاوي هم  په کې موجودي وي ،نوپه دې اړه که مفصل جواب راکړئ احسان به مووي ؟ احمدبلال

الجواب حامدا ومصلیا وبعد:په مذکوره صورت کې خودعدم جواز هیڅ  وجه نشته ،کوم وجوهات چې دعدم جواز لیکل شوي نوهغه خوهرځای اوهروخت ناروادي  .

خوترهغه ځایه چې زموږعلم دی په دغه سي مراسموکې کوم  ناجائر کارونه موږ نه دي لیدلي .

لمړی:له سفر ه څخه راتللو په مهال خیرات اوصدقه یومستحب اوسنت  کار دی ډیر خلګ دغه سنت عمل کوي.لهذا داعمل نه اسراف بلل کېږي اونه بله ناروا.

دوهم :دپردې جوړولو یانورتزیینات ددې عصر دخوښیو یومعمول دی چې نورخلګ يې دخوښې په نسبت سره کوي چې له بدعت سره هیڅ تړاو نه لري .ځکه هیڅوک دغه عمل دعبادت په نیت نه کوي .

دریم :ریاء دزړه اوباطن کار دی اوحج یوه ظاهره فریضه  ده چې دواړه نشي سره یوځای کیدلای اوکه چېرته دغه احتمال هم وي نودحاجي خوپه دي کې کوم دخل نه وي  اوموږ مکلف یو چې په مومنانو ښه ګمان  وکړو

څلورم :دمسافرو مخ ته ورتلل اوبیاپه ځانګړي ډول دحاجي مخ ته تلل هم یومستحب عمل دی .هیڅ پروانه لري .

عن ابن عباس رضي الله عنهما، قال: «لما قدم النبي صلى الله عليه وسلم مكة، استقبلته أغيلمة بني عبد المطلب، فحمل واحدا بين يديه، وآخر خلفه» .رواه البخاري ( 1704 ) في كتاب العمرة , وبوَّب عليه : باب استقبال الحاج القادمين ، والثلاثة على الدابة .
عن ابن أبي مليكة، قال: قال عبد الله بن الزبير لابن جعفر: «أتذكر إذ تلقينا رسول الله صلى الله عليه وسلم أنا وأنت وابن عباس؟» ، قال: نعم، فحملنا وتركك  رواه البخاري ( 2916 ) .
عبد الله بن جعفر قال: ” كان رسول الله صلى الله عليه وسلم إذا قدم من سفر تلقى بنا، فتلقى بي وبالحسن أو الحسين، قال: فحمل أحدنا بين يديه والآخر خلفه حتى دخلنا المدينة “. رواه مسلم ( 2428 ) .
وفي الموسوع الفقهيه : قال  في مشكل الاثار  :ومنها طعام النقيعة عند القدوم من سفره .ای یستحب .

وقال النووي – رحمه الله – :
يستحب النقيعة ، وهي طعام يُعمل لقدوم المسافر ، ويطلق على ما يَعمله المسافر القادم ، وعلى ما يعمله غيرُه له ، … ومما يستدل به لها : حديث جابر رضي الله عنه ” أن رسول الله صلى الله عليه وسلم لما قدم المدينة من سفره نحر جزوراً أو بقرةً ” رواه البخاري . المجموع ” ( 4 / 400 ) .

کتبه :مفتي ابوحمزه عفی عنه

About admin