Home » بېلا بېلي لیکني »  اسم اعظم!

 اسم اعظم!

1= له ابويزيد البسطامي رح څخه  داسم اعظم په اړه وپوښتل شو،نوده ورته وويل : هغه كوم حد اوتعريف نه لري خو كله چي دي زړه دالله تعالی له وحدانية ډک کړ نوپه هرنوم چې يې یادکړي هغه اسم اعظم ده .

2= شيخ عبدالقادر جيلاني رح وايي : الاسم الاعظم ، هو الله بشرط ان تقول الله وليس في قلبك غيرالله . روح البيان 1\400 اومرقات1\75

3= همداراز په روح المعاني 27 ص\110 کې د”ياذوالجلال “په تفسير كي ليكلي : له انس رض څخه روايت ده :چي زه درسول الله صلى الله عليه وسلم سره وم يوه سړي لمونځ وکړاوورسته يي دادعا وکړه :اللهم اني اسئلك بان لك الحمد لااله الا انت المنان بديع السموت والارض ذوالجلال والاكرام ياحى ياقيوم . رسول الله صلى الله عليه وسلم موږ ته وويل :تاسوپوهیږئ! چي دي سړي په كومو تورو دعا وکړه ؟ موږ ورته وويل :الله تعالی اودهغه رسول ښه پوهیږي . بیارسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : په هغه ذات مي دي قسم وي چي زما روح يي په واك كي ده  دي سړيپه اسم اعظم دعاوکړه، هو دايو داسي عظيم اسم ده چي كه هره دعا ورباندي وشي نوقبوله به شي  اوچي هرڅه وغواړي نوالله تعالی به يې ورکړي ،

4= دمشكوه په ص\200 كي په يوه حديث شريف كي داسم اعظم وجود ته په دي دوو اياتونو كي اشاره شوي : يويي  “الهكم اله واحد لا اله الا هوالرحمن الرحيم ” [البقره 163] اودوهم يي  ” الم الله لااله الاهو الحي القيوم ” [اّل عمران 2] ده .

5= په یوه بل روايت كي راغلي دي :چي اسم اعظم دسوره حشرپه اخري اّيتونوكي ده مرقات 1\75

واقعه :

روي أن النبي صلى الله عليه وسلم بعث العلاء بن الحضرمي في غزاة فحال بينهم وبين المطلوب قطعة من البحر فدعا باسم الله الأعظم ومشوا على الماء. ابن کثیر

ژباړه :روایت شوی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم حضرت علاء په یوه تشکیل واستول ،ددوئ اوهدف ترمېنځ يې ددریاب یوه حصه راغله ،حضرت علاء رضی الله تعالی عنه داسم اعظم په برکت دعاء وکړه اوداوبوپه سر روان شوو.

دمفتي ابویاسر دالحدیقة څخه ص\۱۲

About admin