Home » بېلا بېلي لیکني » دبسم الله …په اړه څوعجیبة روایات

دبسم الله …په اړه څوعجیبة روایات

۱= دروم قيصر حضرت عمر رض ته ديوه ليك په ترڅ كي وليكل : په سر مي درد ده ،ډيرعلاجونه مي کړي خوګټه يي نده کړي ،كه كومه دوالري راويې لیږه! حضرت عمررض يوه خولۍ ورواستوله ،قيصرچي به هغه په سرکړه ښه به شو،اوچې لېري به يې کړه نوبيرته به  يې په سر درد شو، قيصر تعجب وکړ ،خولۍ يې وپلټله،په یوه کاغذيې داتورې لیکلې وموندل  :  بسم الله الرحمن الرحيم . تفسيرروح البيان 1\9

په شیطان  دبسم الله …اثر

۲= وقال الإمام أحمد بن حنبل في مسنده: عن أبا تميمة ….. وإذا قلت باسم الله تصاغر حتى يصير مثل الذباب  … النسائي برقم (10389)

ژباړه : یعني د بسم الله …. په ویلو سره شیطان دومره کوچنی کيږي لکه مچ . تفسیررازي .وابن کثیر 1\۱۲۰

دبسم الله …په هکله یوعجیبه روایت

۳= عن جابر بن عبد الله، قال : لما نزل {بسم الله الرحمن الرحيم } هرب الغيم إلى المشرق، وسكنت الرياح، وهاج البحر، وأصغت البهائم بآذانها، ورجمت الشياطين من السماء، وحلف الله تعالى بعزته

وجلاله  ألا يسمى اسمه على شيء إلا بارك فيه  . الدر المنثور (1/26) للامام السيوطي رح.وابن کثیر في تفسیره ۱\۱۲۰

ژباړه : جابربن عبدالله رضی الله تعالی عنه فرمايې :په کومه ورځ چې بسم الله …نازله شوه  وريېځې دمشرق په لور ولاړي ،هواوي ودریدي ،ددریاب څپې ارامي شوي ،چارپایان ټول یوغوږ شول ،شیطانان  داسمان له لوري وویشتل شول ،اوالله تعالی په خپل عزة قسم کړی چې بسم الله … په کوم شي وویله شي په هغه کې به  برکت  ومومي .

فقهاء وايې :

۴= عجيبه ده!چې دانسان له بنیادي اړتیاونیولي بیاترارام اوراحت پورې دټولوپیل په بسم الله سره کېږی .خوراک په بسم الله …څښاک په بسم الله … تقریر په بسم الله …تحریر په بسم الله … عبادات په بسم الله … معاملات په بسم الله  … نکاح په بسم الله … جماع په بسم الله … سفرپه بسم الله …سوارلۍ ته ختل په بسم الله …کورته راتلل په بسم الله  … ویده کیدل په بسم الله …پاسیدل په بسم الله … لنډه داچې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايې : کل امر ذي بال لم یبدأفیه ببسم الله ….فهوابتر  یعني د هرکارپه پیل کې چې بسم الله نه وي په هغه کې به برکت نه وي .

دمفتي ابویاسر له الحديقة ص\۴\۵ څخه

About admin