Home » درس القرآن » دوئ پريږدئ ! چې په ګناهونوکې ډوب اوپه لوبولګیاوي :

دوئ پريږدئ ! چې په ګناهونوکې ډوب اوپه لوبولګیاوي :

قال الله تعالي  : فذرهم يخوضوا ويلعبوا حتى يلاقوا يومهم الذي يوعدون (83) الزخرف

ژباړه  : دوئ [کفار اوملګري يې ] ايله کړئ چې ګناهونو اونافرمانیو کې ډوب وي ،دوئ دي خپل ژوند په لوبو اوساتيریو کې تيروي ،ترهغه چې دهغي ورځې سره مخ کيږي چې دوئ سره يې وعده شوي .

لنډتفسير: يعني کفار اودهغوئ دملګرو چې ټول ژوند دالله ج په نافرمانۍ کې تيريږي ،حق ورته ښکاره ده ،مګربیايې هم نه مني ،نودوئ پريږدئ ! چې په همدغه ګناهونوکې مشغول وي ، اوخپل ژوندپه لوبو اوساتیریوکې تيرکړي ،څومرګ ورته راځې ،يايې رب العزت په يوه عذاب کې اخته کوي ،

په بل ځای کې رب العزت فرمایې :  ذَرْهُمْ يَأْكُلُوا وَيَتَمَتَّعُوا وَيُلْهِهِمُ الْأَمَلُ فَسَوْفَ يَعْلَمُونَ (۳) الحجر

ژباړه : پريږدئ داکفار چې خوري  اوددنيا په نعمتونوخوندونه اخلي  ، اودښه ژوند دتيرولو هڅوله هرڅه نه رامشغول کړي وي ،دوئ به دخپل دي اعمالو په بدانجام ډيرژر خبرشي .

يعني کفار ایله کړئ چې زړه يې غواړي هغه وخوري ، ځکه دوئ خو دحيواناتوپه څېر چې څه په مخ ورځې له هغوئ څخه ډډه نه کوي ،حرام وي اوکه حلال  ،اوپريږدئ چې داکفار دحيواناتو په څېر ددنيا ددغه څوورځو ژوند کې ددنیا له نعمتونو ګټه پورته کړی  ، ځکه ددوئ همدغه څوورځي ژوند دی ، اودوئ به په آخرت کې دتل لپاره په جهنم اوعذابونوکې وي  ، اودا په داسې حال کې چې دوئ دخپلو خواهشاتو پوره کولو  له هرڅه نه رامشغول کړی ،ژربه په خپل دغه کردار اودهغه په بدانجام خبرشي .

About admin