Home » دار الافتاء » له نامسلمان سره شرعا مضاربة صحیح ده ؟

له نامسلمان سره شرعا مضاربة صحیح ده ؟

الاستفتاء رقم ….. محترم مفتي صاحب ! زه په اروفا کې اوسیږم ،له یوه نامسلمان سره مي ډيره ناسته ولاړه ده بیا مي یوه ورځ دخپل تجارت په اړه مې روفۍ ځېني وغوښتې اوبیامي ورته وویل :چې زه چې ګټه وکړم دهغه به نیمايې ستاوي اونیمایې زما ،هغه راسره ښه کړو مګر اوس ماته داسې فکرپیداشوی چې آيا دغه ګټه ددې نامسلمان په روفوماته جائز ده اوکنه ؟ که تاسوپه دې اړه جواب راکړئ احسان به مووي . عبدالقاهر

الجواب حامدا ومصلیا وبعد:دغه معاملې ته په اسلام کې مضاربة وايې ،اومضاربة له نامسلمان اوکافرسره هم جائز ده ،همداراز ټول هغه معاملات چې شرعا حرمت نه لري له کافرسره يې سرته رسولی شي ..

في المبسوط ۲۱\۱۱۵ لاباس بآن یاخذ المسلم من النصراني مالا مضاربة لانه من نوع التجارة اوالمعاملة الخ

کذافي البدائع ۵\۱۱۲

کتبه :ابوحامدعفی عنه

About admin