Home » دار الافتاء » که دعذر له امله طواف رخصت پاته شي؟

که دعذر له امله طواف رخصت پاته شي؟

الاستفتاء  رقم  (…..) محترم مفتي صاحب !که یوه میرمن له مکې مکرمي څخه دتلوپه مهال ښځېنه بیماري [حیض] ولري نوطواف رخصت به څرنګه کوي ؟ په داسې حال کې چې بیمارې تازه ورپېښه شوي اوملګري یې ټول ځې .بینوا توجروا .

الجواب حامدا ومصلیاوبعد:په ذکرشوي صورت کې په دغه میرمن باندي دعذر له امله هیڅ شی نه لازمیږي .

في البدائع ۲\۳۳۲روی ان النبي صلی الله علیه وسلم رخص للنساء المحيض ترک طواف الصدرلعذرالحیض ولم یلزمهن باقامة شیء آخر مقامه وهوالدم .

وفي الجوهرة ۲۰۳ : ولاشئ علیها لطواف الصدر لان النبي صلی الله علیه وسلم رخص المحيض في طواف الصدر .

کتبه : مفتي شعیب عفی عنه

About admin