Home » بېلا بېلي لیکني » دامیرالمؤمنین عمر رض دژوند څوعجیبه بیلګې

دامیرالمؤمنین عمر رض دژوند څوعجیبه بیلګې

حفصه رضی الله تعالی عنها دده په هكله وايي : يوه ورځ ترډيره په كور كي دننه و،اوخلك له کوره باهرپه انتظار ناست و . خووروسته معلومه شوه چي دمسلمانانودي ستر خليفه داغوستلو جامي نه وي نولمړی يي

هغه ووینځلې چي وچي شوي نو هغه يي په غاړه کړي اودكورڅخه  راووت    : سير الصحابه

دفاروق رض تواضع

۱=  دامام حسن رض بيان ده : چي يوه ورځ حضرت عمر دجمعي خطبه ويله،مادهغه دڅادر پينوندونه شمارل  چي تر دولس زياتي ټوټې  ورته ښودل شوي وي . سير الصحابه

۲= يوه ورځ يي دزكاه  اوښان په زرڼوغوړول یوسړي ورته وویل : امیرالمؤمنین کاش! داکار دي له یوه غلام څخه اخستی وای !. د ه ورته وويل :ده ورته وویل :له مانه ښه غلام به چېري وي ،څوک چې دمسلمانانو مشرشي هغه به يي غلام اوخادم هم وي .

۳= دتواضع اوعجز حالت يې داووچې په اوږه به يي داوبومشك واخیست اودشهيدانوماشومانواوکورنیوته به يي دليري څاګانوڅخه اوبه راوړي .

۴= کله به يي دشهیدانوکورنیوته له بازاره غوټه په شاه راوړه .چې ستړی به شودمسجد په صحن کې به يې خاورینه ځمکه ډډه ووهله اودڅوشیبولپاره به يې لیږدمه وکړه . سيرالصحابه.

۵= وقال عمر رضى الله تعالىعنه  لونودي ليدخل الجنه كل الناس الارجلا واحد لخشيت ان اكون انا ذلك الرجل . الزواجر1 26

ژباړه :  كه دقيامت په ورځ یوداسې غږ وشي چې ټول خلګ به جنت ته ځې پرته له یوه ،زه ویریږم چې هغه به زه یم .

۶= وايضا قال ويل لعمر ان لم يغفر له . هاى  افسوس كه عمر ته بخښنه  ونه شوه . الزواجرلاقتراف الكبائر لابي بكر الهيثمي

رضی الله تبارک وتعالی عنک یاالفاروق ویاامیرالمؤمنین  وجزاک الله تعالی عن هذه الامة خیرا .

یوغیرمسلم عرب وايې :

ﺃﻥ ﺭﺟﻶ ﻓﻘﻴﺮﺍ ﻓﻲ ﺍﻟﻤﺪﻳﻨﺔ ﻳﻨﺎﻡ ﺗﺤﺖ ﺷﺠﺮﺓ ﻭ ﻳﺘﺄﻟﻢ ﻣﻦ ﺷﺪﺓ ﺍﻟﺠﻮﻉ ﺃﺳﻘﻂ – ٦  –  ﺍﻣﺒﺮﺍﻃﻮﺭﻳﺎﺕ ﻋﻈﻤﻰ ﻭﺟﻌﻠﻬﺎ ﺗﺤﺖ ﺣﻜﻢ ﺎﻟﻤﺴﻠﻤﻴن

ژباړه : یوفقیر سړی و ،په مدینه کې به يې ددرختې سايې ته آرام کاوه له لوږې به کړیده ،مګر شپږ لويې امپراتورۍ یې رانسکورې کړي اودمسلمانانو لاس ته يې واچولي .

چې خلیفه و

ډيروخت به وږی ګرزیده :فیقول لبطنه : “قرقري أو لا تقرقري، لن تذوقي طعم اللحم حتى يشبع أطفال المسلمين”. رضی الله عنک یاامیرالمومنین وجزی الله عنا وعن المسلمین خیرا.

دمفتي ابویاسر له الحدیقة څخه ص۲۶\۲۷

About admin