Home » درس الحديث » دروژې نیولولپاره محرم یوه غوره میاشت ده

دروژې نیولولپاره محرم یوه غوره میاشت ده

وعن  علي رضی الله تعالی عنه  وسأله  رجل فقال :ایَُّ شهر تأمرني ان  أصوم بعد شهر رمضان ؟ فقال له  ماسمعت احدا یسأل عن هذا الارجلا سمعته  یسأل  رسول الله صلی الله علیه وسلم  وانا قاعد  عنه فقال یارسول الله ای شهر تأمرنې  ان اصوم بعد شهر رمضان  ؟ قال ان کنت صايما بعدشهررمضان  فصم  المحرم  فانه شهرالله  فیه یوم تاب الله  فیه علی قوم ، ویتوب  فیه علی قوم آخرین  .  رواه الترمذي

ژباړه :له حضرت علي  رضی  الله  تعالی عنه  څخه  یوه سړي  پوښتنه  وکړه :  چي  درمضان المبارک دمیاشتي وروسته  موږ ته  دکومې  میاشتې  دروژو نیولو امر   کوي  ؟ حضرت  علی  رضی  الله  تعالی عنه  ورته وویل  :  تر  اوسه  مي له  بل  تن څخه    دغه سوال  نه دی  اوریدلی  ،  مګر له  یوه  تن  څخه مي  واوریدل  چي دپیغمبرصلی  الله  علیه  وسلم  څخه یې  دغه  پوښتنه  کوله  ،  اوزه خپله   دپیغمبرصلی الله  علیه وسلم سره  ناست  وم   ، هغه سړي  وپوښتل  ای  دخدای  رسوله  درمضان المبارک  دمیاشتي  ترتیریدو وروسته  ته  موږ ته  دکومې میاشتې  دروژې    نیولو امرکوي ؟  پیغمبرصلی الله  علیه وسلم  ورته  وویل  : که  ته غواړي چي  روژه  ونیسې  نودرمضان  المبارک  دمیاشتې وروسته  د محرم  روژه نیسه    ځکه  هغه  دالله  تعالی میاشت  ده  ، اوپه  دغه  میاشت کې  یوه  داسې  ورځ  شته  چي  لوی خدای  دیوه قوم  توبه قبوله کړې  ،  اودنورو قومونو توبه  هم  قبوله  وي  .

About admin