Home » دار الافتاء » د محرم په لمړۍ نېټه دبسم الله لیکل

د محرم په لمړۍ نېټه دبسم الله لیکل

محترم مفتي صاحب! ماله یوعالم نه واوریدل چې څوک دمحرم میاشتي په لمړۍ نېټه پوره بسم الله یو سل اودیارلس ځله وليکي نو الله تعالی به یې له آفاتو وساتي ایا داحقیقت لري ؟ که په دې اړه مو معلومات راکړل

 الجواب : حامدا ومصلیا وبعد : داسلامي نړۍ  یو نامتو عالم  مفتی محمد شفیع – رحمه الله تعالی-  په خپل کتاب جواهر الفقه ۲/۱۸۷ کې  دبسم الله دخواصو په اړه داهم لیکلي چې : کوم څوک دمحرم دمیاشتې په لمړۍ نېټه (۱۱۳) یوسل دیارلس ځله پوره بسم الله ( بسم الله الرحمن الرحیم) ولیکي اوله ځان سره یې ساتي نو له هرډول افاتو اومصائبو څخه به محفوظ شي ، مجرب دی

یادونه : دادبزرګانوعلماء کرامو له مجرباتوڅخه دی خوداکارفرض واجب یاسنت نه دی هسي که څوک یې دځان دحفاظت په توګه ولیکي اوځان سره یې ساتي نوبلکل جائز ده . والله تعالی اعلم

م/ محمد

About admin