Home » بېلا بېلي لیکني » دمحرم دمیاشتي فضایل  اومسایل  :

دمحرم دمیاشتي فضایل  اومسایل  :

بسم  الله الرحمن الرحیم

کوه بندي

دمحرم  میاشت یوه  عظیمه   دقدراواحترام  میاشت  ده  ،په  دغه مبارکه  میاشت کې چی په  اسلام  کې  بلکه  له اسلام  نه وړاندي  یې  هم خورا  ارزښت درلود دحضرت حسین  رضی  الله تعالی عنه دشهادت دردونکې واقعه  هم پیښه  شوي ، اسلامې تاریخ   له خپل  روښانواوبریمنو پړاوونو سره  کله  داسې یوه غمیزه هم ولري  ، خودغسي پیښې موږ ته  درس  راکوي  چي  اصلي  مسلمان  باید دغه  ډول  په دین  ، ایمان  ټینګ ، اوله حق څخه دفاع کونکې  وي ، هغوۍ  چې شهادت   افتخار ګڼي  دزوند تر وروستۍ سلکۍ  پوري   دظالم سره څه ډول  مبارزه کوي  ؟  موږ   باید ددغه صلیبي ،ازلي دښمنانواو سترو کفارو په وړاندي  هم  دخپل قوي ایمان په مټ  په دغه ډول  په زغرده  مقابله  وکړو،

خوافسوس  چي  مسلمانان  ددي په ځای  چي  اصلي  حقیقت له  واقعي څخه  اخذ کړي  نور هم  په داسې  رواجونو او اعمالو اخته شي  چي  په اسلام  کې  هیڅ  ځای اوحقیقت نه لري  ، ددي  په ځای  چي  له واقعي څخه په الهام سره یې اسلامي  جذبه  راویښه شي  ، اودخپل   هدف   لټون ته  ځان  چمتوکړي ،  نور هم په بله   ځي  او له  خپل  عقید ي  څخه لاپردی  کیږي ،

دغه  لاندي څوکرښې  دمحرم  دبختوري میاشتې  په  اړه  دي    په دي  هیله  چي  داصلي تشخص  لوري ته  مورهبري  وکړي  .

دمحرم دمبارکي میاشتي  فضایل :

دروژي فضیلت یې

له ابوهریرة رضی الله تعالی عنه څخه روایت  ده چې  پیغمبرصلی الله علیه وسلم  وفرمایل  : درمضان  المبارک دمیاشتې وروسته  ترټولو غوره وقت  دروژي لپاره    دالله تعالی میاشت  محرم   ده . اودفرضي  لمانځه  وروســــــــــــــته  ترټولو غوره لمونځ  دشپې [ دتهجد] لمونځ  ده .

کما في  الترغیب  ۱\۲۶۲  عن ابي هریرة رضی  الله تعالی عنه  قال  قال رسول الله صلی ا لله علیه وسلم  افضل الصیام  بعد رمضان  شهر الله  المحرم  وافضل  الصلوة  بعدالفریضة  صلوة اللیل  . رواه مسلم  وغیر .

دروژي  نیولولپاره  محرم یوه غوره میاشت ده

له حضرت علي  رضی  الله  تعالی عنه  څخه  یوه سړي  پوښتنه  وکړه :  چي  درمضان المبارک دمیاشتي وروسته  موږ ته  دکومې  میاشتې  دروژو نیولو امر   کوي  ؟ حضرت  علی  رضی  الله  تعالی عنه  ورته وویل  :  تر  اوسه  مي له  بل  تن څخه    دغه سوال  نه دی  اوریدلی  ،  مګر له  یوه  تن  څخه مي  واوریدل  چي دپیغمبرصلی  الله  علیه  وسلم  څخه یې  دغه  پوښتنه  کوله  ،  اوزه خپله   دپیغمبرصلی الله  علیه وسلم سره  ناست  وم   ، هغه سړي  وپوښتل  ای  دخدای  رسوله  درمضان المبارک  دمیاشتي  ترتیریدو وروسته  ته  موږ ته  دکومې میاشتې  دروژي  نیولو امرکوي ؟  پیغمبرصلی الله  علیه وسلم  ورته  وویل  : که  ته غواړي چي  روژه  ونیسې  نودرمضان  المبارک  دمیاشتې وروسته  د محرم  روژه نیسه    ځکه  هغه  دالله  تعالی میاشت  ده  ، اوپه  دغه  میاشت کې  یوه  داسې  ورځ  شته  چي  لوی خدای  دیوه قوم  توبه قبوله کړې  ،  اودنورو قومونو توبه  هم  قبوله  وي  .

کمافي  الترغیب  ۱\۲۶۲  وعن  علي رضی الله تعالی عنه  وسأله  رجل فقال :ایَُّ شهر تأمرني ان  أصوم بعد شهر رمضان ؟ فقال له  ماسمعت احدا یسأل عن هذا الارجلا سمعته  یسأل  رسول الله صلی الله علیه وسلم  وانا قاعد  عنه فقال یارسول الله ای شهر تأمرنې  ان اصوم بعد شهر رمضان  ؟ قال ان کنت صايما بعدشهررمضان  فصم  المحرم  فانه شهرالله  فیه یوم تاب الله  فیه علی قوم ، ویتوب  فیه علی قوم آخرین  .  رواه الترمذي

دمحرم دمیاشتې  هر روژه دیوي میاشتې  دروژو سره  برابره  ده

دابن  عباس رضی  الله تعالی عنه څخه روایت د ه چي  پیغمبرصلی  الله علیه وسلم  وفرمایل  : . . . څوک چي  یوه ورځ  دمحرم  میاشتې  څخه روژه  کړي  نو دهري  ورځې  په روژه   ددیرشو [یوي  میاشتې ]  دروژوثواب  ورکول  کیږي .

في الترغیب  ۱\۲۶۲ عن ابن عباس رضی الله تعالی عنهما قال  :قال رسول الله صلی الله علیه وسلم من صام یوم  عرفة کان له  کفارة سنتین  ، ومن صام  یوما من المحرم فله بکل یوم ثلاثون  یوما  رواه الطبراني في الصغیر .

دمحرم دمیاشتې مسایل :

مسله :  دمحرم  میاشت  دغم اوخفقان میاشت ګڼل  ګناه ده . همداراز په دغه میاشت کې  ودونه  نه کول  ، اوښې اوغوره جامې  نه اغوستل   یوداسي عقیده اوعمل ده چي  په اسلام کې  جواز اوګنجایش نه لري  . فتاوی الرحیمیه .  والفتاوی المحمودیة ۱۲\۲۰۱ افسو س چي ډیر پښتانه  په دي  عمل اخته دي  ،

مسله :څرنګه  چي  دغه میاشت  او په ځانګړي ډول  دمحرم  لسم تاریخ  دخاص فضیلت  موسم ده   نوځکه په دغه میاشت  کې  ودونه  ،  کویږدن  ، اونوردخوښۍ مراسم  سرته رسول   غوره  دي  ، په دغه میاشت کې په  واده کولو کې  برکت  وي .   احسن الفتاوی ۱\۳۸۹

مسله : ځینې  عوام  هغه  ماشوم  منحوس ګڼې چي دمحرم  په میاشت کې زیږیدلی وي داسې عقیده غلطه  ده ( اونارواده ) ځیني  خلک بیاواده اونورې خوښۍ په دغه میاشت کي ناسمي  بولې  دغه  عقیده  هم بالکل غلطه ده .قاله   حکیم   الامت     رحمه الله تعالی  في اغلاط العوام \ص ۱۸۴

مسله :  ددغي میاشتې فضیلة  له  وړاندينۍ زماني  څخه  ده ، ځینې خلک  چي  داعقیده لري چي ددغې ورځې اومیاشتې  فضیلت  دحضرت حسین  رضی الله تعالی عنه دشهادت له امله ده    بلکل غلط ده ، بلکه ددغې میاشتي  فضیلة  له وړاندي  څخه دموسی  علیه السلام  په امت کې و و، څرنګه چي  موسی علیه السلام ته ددغي میاشتي دلسم  په ورځ دفرعون دظلم څخه نجات حاصل شوی وو ، نوځکه  دغه ټوله میاشت  دوۍ ته محترمه وه ،نوڅرنګه چي دغه میاشت  ، اوپه ځانګړي ډول  دلسم  ورځ  یې دډیرفضیلت  څښتنه ده ،  نو ځکه په دغه میاشت کې زیات  نیک اعمال سرته رسول  په کاردي  .احسن الفتاوی ۱\۳۸۹  ملخصا .  البته څرنګه چي لوی خدای ته دحضرت حسین رضی الله شهادت په دغه مبارکه ورځ خوښ وو نو دهغه شهادت یې هم په دغه ورځ  کې مقدرکړ څویې مراتب  اودرجات لا زیات شې . فتاوی رحیمیه ۲\۳۸۱ اوفتاوی محمودیه ۶\۱۲۳

مسله : دمحرم په لمړۍ لسو ورځو کې  دشهادت یادونه کول ، غم  اوژړا کول  (همدارازتوري جامي په  غاړه کول  ، یا نوي جامي نه اغوستل ، سرونه  نه وینځل ) دروافضوسره  دمشابهت له امله  منعه  اوحرام  دي  فتاوی الرشیدیه ص\۱۳۶  ومثله  في الفتاوی المحمودیه  ۱۲\۲۰۱

فتاوی الصیام لمفتي ابي یاسرعفی عنه ۱\۶۵۷

About admin