Home » درس الحديث » دعاشورا دورځې روژه

دعاشورا دورځې روژه

وعن ابن عباس  رضي الله عنهما….. وسُئل عن صيام يوم عاشوراء فقال: ما علمت أنَّ رسول الله صلى الله عليه وسلم صام يومًا يَطْلُبُ فَضْلَه على الأيام إلا هذا اليوم ولا شهرًا إلا هذا الشهر يعني رمضان.

ژباړه : ابن عباس رض وايې :زماعلم نه دی راغلی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دې دیوې ورځې روژه نیولي وي اوهغه دي په نورو روژو غوره بللې وي پرته له دې روژې یعني عاشورا اونه يې دکومې میاشتې روژې نیولې چې هغه يې په نوروغوره ګڼلې وي پرته له دې میاشتې یعني رمضان المبارک

تشریح : یعني دمحرم دمیاشتې دلسم روژه نیول نبوې سنت ده ،فضیلة يې په احادیثو کې ذکرشوی دی ،خوداهم ورسره سنت ده چې دنهم یایولسم روژه ورسره ونیسي ترڅوله اهل کتابوسره مشابهت رانشي .

About admin