Home » بېلا بېلي لیکني » دعاشورا دورځي  فضایل  اومسايل 1

دعاشورا دورځي  فضایل  اومسايل 1

پیغمبرصلی الله علیه وسلم  به دعاشورا ورځ  ډیره  غوره ګڼله

له ابن عباس رضی الله تعالی عنه څخه روایت ده چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  به درمضان المبارک  څخه وروسته  یوي  ورځي  ته تربلي  ورځي  فضیلة  نه ورکاوه  پرته دعاشو را له ورځی  . یعني دغه ورځ به یې تر نوروا فضله  ګڼله .

عن ابن عباس رضی الله تعالی عنه  ان النبی صلی الله علیه وسلم  لم یکن یتوخی فضل یوم علی یوم بعدرمضان  الا عاشوراء  . رواه الطبراني  في الاوسط  الترغیب ۱\۲۶۳

پیغمبرصلی الله علیه وسلم  به دعاشورا دروژي  نیولو امرکاوه

له ابن عباس رضی الله تعالی عنه څخه روایت ده چي  رسول الله صلی الله علیه وسلم به دعاشورا روژه نیوله  . یاد اچي  ددغي روژي  د نیولوامربه یې  کاوه  .

عن ابن عباس رضی الله تعالی عنه  ان رسول الله صلی الله علیه وسلم  صام  یوم عاشوراء اوامر بصیامه   .   رواه البخاري  ومسلم  الترغیب  ۱\۲۶۳

دروژي فضیلة  یې

دابن عباس رضی الله تعالی عنه څخه روایت ده چي پیغمبرصلی الله علیه وسلم  وفرمایل : دروژي په نیولو کي  دورځوتوپیر نشته  پرته  درمضان المبارک  اودعاشورا دروژي  نه  . یعني دغه روژي په نورو زیات فضیلة لري  .

عن ابن عباس رضی الله تعالی عنه  قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم لیس لیوم فضل علی یوم  في الصیام  الاشهر رمضان  ویوم عاشورا ء  رواه البیهقي  و الطبراني  الترغیب  ۱\ ۲۶۳

دعاشورا روژه دیوه کال دګناهو کفاره ده

دحضرت ابوقتادة رضی  الله تعالی عنه څخه  څخه روایت ده چي  له رسول الله صلی الله  علیه وسلم څخه دعاشورا دروژي  پوښتنه وشوه پیغمبرصلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل : چي دعاشورا دورځي  روژه  دتیریوه کال دګناهونو کفاره  ګرزي  .

عن ابي قتادة  رضی  الله تعالی عنه  ان رسول الله صلی الله علیه وسلم  سيل عن صیام یوم عاشورا ء  فقال : یکفر  السنة  الماضیة  . رواه مسلم   وغیره  الترغیب ۱\۲۶۲

که په دغه شپه په رزق کي پراخي وشي ..

له ابوهریرة رضی الله څخه روایت ده چي رسول  الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : څوک چي  دعاشورا په ورځ په خپل  اهل اواولاد درزق پراخي  وکړي  نولوی خدای  به ټول کال  دده رزق پراخ  کړي .

عن ابي هریرة رضی الله تعالی عنه  قال  من اوسع  علی عیاله  واهله یوم  عاشوراء  اوسع الله علیه  سايرسنته   . رواه البیهقي   وغیره  من طرق  وعن جماعة  من الصحابة  وقال البیقهي  هذه الاسانید  وان کانت ضعیفة  الا فهيٍ اذا ضم بعضها الی بعض اخذت قوة  . الترغیب  ۱\۲۶۳

امام سفیان الثوري  وایې  چي  دغه  وړاندينی  حدیث  ماډیرواره  تجربه کړی او همدغه سي شوي  ، یعني  دعاشورا په ورځ  مي  چي کله  په خپل  اهل عیال  پراخي کړي  وي  نوټول کال به  درزق  پراخي  وه . تنبیه ۱۵۹  عن محمد بن میسره قال  بلغنا ان من وسع  علی عیاله  یوم عاشوراء وسع الله تعالی علیه سايرالسنة  قال سفیان جربناه  فوجدناه  کذلک  الخ

من فتاوي الصيام لابي ياسر عفي عنه

About admin