Home » دار الافتاء » آیا په حرمینوکې دصفونوپه مېنځ کې خلاء …

آیا په حرمینوکې دصفونوپه مېنځ کې خلاء …

 

الاستفتاء رقم …  محترم مفتي صاحب ! نن صباپه حرمینوکې دلمانځه په مهال دزیات ازدحام اورش له امله  صفونه نه برابریږي که څه  هم ددې لپاره زیات کوششونه شوي ،اوبل داچې دصفونوپه مینځ کې کله ناکله بي خې ډيره فاصله موجوده وي نودافاصله قاطع داقتداء ده اوکنه ؟ حامد جمال

الجواب حامدا ومصلیا وبعد:په دې مسئله کې زموږ دفقهاوعبارات مختلف دي :ځېني علماء په لویو مساجدوکې ډيره فاصله قاطعه داقتداء بولي اوځيني علماء يې بیا قاطعه نه ګڼي ،نن صباپه حرمینو کې دکثرت ازدحام له امله ددغه فاصلو ډکول ناشونی کار دی لهذا دضرورت له امله په دې دوهم قول فتوی ده .یعني که څه هم فاصله موجوده وي لمونځ یې صحیح ده ؟

ردالمحتار ۲\۴۰۰ ط  ج  : وطبع اخری ۱\۵۸۵  (قوله أو في مسجد كبير جدا إلخ) قال في الإمداد: والفاصل في مصلى العيد لا يمنع وإن كثر. واختلف في المتخذ لصلاة الجنازة. وفي النوازل: جعله كالمسجد، والمسجد وإن كبر لا يمنع الفاصل إلا في الجامع القديم بخوارزم، فإن ربعه كان على أربعة آلاف أسطوانة وجامع القدس الشريف أعني ما يشتمل على المساجد الثلاثة الأقصى والصخرة والبيضاء، كذا في البزازية اهـ ومثله في شرح المنية. وأما قوله في الدرر: لا يمنع من الاقتداء الفضاء الواسع في المسجد، وقيل يمنع اهـ فإنه وإن أفاد أن المعتمد عدم المنع لكنه محمول على غير المسجد الكبير جدا كجامع خوارزم والقدس بدليل ما ذكرناه،

والطحطاوي علی المراقي ص\۲۹۳  باب الامامة :

وفي السراجیة ص\ ۹۹ :لواقتدی من اقصی المسجدبالامام وهوعندالمحراب جاز الخ

ومثل ماحررت في الجواب في فتاوی زکریا ۲\۳۶۵  والله تعالی اعلم

کتبه عبدالحکیم عفی عنه

About admin