Home » دار الافتاء » ایا د تلاوت یاصدقې ثواب مړو ته رسیږي؟

ایا د تلاوت یاصدقې ثواب مړو ته رسیږي؟

استفتاء : محترم مفتي صاحب ! ایا دمړي لپاره دتلاوت یاصدقې ثواب رسیږي اوکنه ؟ اوکه یې هغوی ته ثواب رسیږي ایا صدقه کونکي ته ثواب ورکولی کیږي اوکه نه بس هغه ټول ثواب بل چاته رسیږي او ده ته څه نه پاتي کیږي . که په دې اړه معلومات راکړئ منندوی به مو یم . سیدنبي

الجواب حامداومصلیا وبعد: داهلسنت والجماعة په دې اتفاق دی چې د صدقې اوعباداتو ثواب ژوندو اومړو انسانانو ته رسیږي  او دصدقه کونکي یا عبات کونکي ثواب هم نه کمیږي .

په شرح الصدور۱۲۳ مخ کې راغلي : عن علی  – رضی الله تعالی عنه  – مرفوعا من مر علی مقابر وقرأ قل هوالله احد احدی عشرة مرة ثم وهب أجره للأموات أعطی من الأجر بعددالاموات.

که څوک په هدېره باندي تېريږي او ۱۱ ځله قل هوالله  سورة  ووایې بیایې  مړو ته ثواب وبخښې  نو دمړو دتعداد په اندازه  ثواب ورکولی کیږي .

دا او دې ته ورته حدیثونو وروسته علامه جلال الدین السیوطي رحمه الله تعالی لیکي :  هذه الروایات وانکانت ضعیفة لکن مجموعها یدل علی أن لذالک اصلا ( اعلاء السنن ۸/۱۲۳)

داروایات که څه هم ضعیف دي  لیکن په ټولیزه توګه  تري څرګندیږي چې یو اصل لري .

اوپه شامي کې علامه ابن عابدی رحمه الله  لیکي :الأفضل لمن یتصدق نفلا أن ینوي لجمیع المؤمنین و المؤمنات؛ لأنها تصل الیهم ولاینقص من أجره شیئ . (شامي ۳/۱۵۱  ط  زکریا دیوبند)

هغه څوک چې نفلې صدقه کوي  پکار ده چې  دټولو نارینه اوښځینه مؤمنانو نیت وکړي ځکه  هغوی ټولو ته رسیږي او دده په ثواب کې هم هیڅ کمتوب نه راځي .

والله تعالی اعلم وعلمه اتم واحکم

کتبه : م / محمد ابوعمیر

About admin