Home » درس الحديث » جهادبه ددنیاوي ګټو لپاره نه وی !

جهادبه ددنیاوي ګټو لپاره نه وی !

عن أبي هريرة رضي الله عنه أن رجلاً قال: يا رسول الله صلى الله عليه وسلم، رجل يريد الجهاد، وهو يريد عرضاً من الدنيا? فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم: لا أجر له. فأعظم ذلك الناس؛ فقالوا للرجل: عد لرسول الله فلعلك لم تفهمه، فعاد الرجل، فأعاد كلامه، فقال: لا أجر له. حتى فعلوا ذلك ثلاث مرات .

له ابوهریرة رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی چې یوتن وویل : ای دالله رسوله !که یوتن دجهاداراده لري خو ورسره ددنیاکومه ګټه يې هم په نظرکې وی دابه څرنګه وي ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل :دغه سړی دجهادثواب نشي ترلاسه کولای .خلګو ته داخبره عجیبه ښکاره شوه !هغه سړي ته يې وویل :ته له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه دوباره پوښتنه وکړه کیدلای شي رسول الله صلی الله علیه وسلم ستاپه پوښتنه سم نه وي پوه شوی .هغه سړي دوباره پوښتنه وکړه ! رسول الله صلی الله علیه وسلم هماغه مخکنی جواب ورکړ چې ددغه تن هیځ اجرنشته ،تردې چې هغوئ درې ځلې دغه پوښتنه وکړه اورسول الله صلی الله علیه وسلم درې واره هغه جواب ورکړ .

تشریح :جهادیوعظیم عبادت دی تردې چې له ایمان راوړلو وروسته ترټولواعمالو غوره عمل دی اودثواب اواجر له امله په اسلام کې بل داسي ستر عمل نشته .خوداهله چې دغه بهترین  عمل خالصة دالله جل جلاله لپاره وکړي اوهیڅ بل نیت يې نه وي

ذکرشوی حدیث همدغه مطلب موږ ته واضح کوي اودیوه صحابي پوښتنه درې ځلې په همدغه یوه جمله جوابوي چې لا اجر له ……..

ابوحامد

About admin