Home » دار الافتاء » په مسجدکې دصفونو دبرابرولولپاره …

په مسجدکې دصفونو دبرابرولولپاره …

الاستفتاء رقم ……….. محترم مفتي صاحب ! په مساجدوکې دصفونو دبرابري لپاره په غالیویاپرشونوباندي خطونه ایستل کېږي یایوډول تارونه اچول کېږي نوشرعاخوبه په دې کې کوم قباحت نه وي ؟

الجواب حامدا ومصلیا وبعد: په ذکرشوي صورت کې دادلمانځه دصفونودبرابري لپاره یوسهولت دی چې شرعا هیڅ قباحت نه لري .البته دعربو یوعالم الباني دغه عمل بدعت  بولي چې دایواځې دهغه یوه شخصي رایه ده ،بلې خواته دعربواوعجمو علماؤ په عدم بدعت باندي اتفاق ده .اوکه بدعت شي نولکه سپيکر په مسجدکې غالۍ یاپرشونه خپرول به هم  بدعت شي اوپه دې هیڅوک نه دي قائل مګر داچې له بدعت څخه بدعت حسنه واخلي .

الإباحة الأصلية  :استنبط السرخسي من قول الشيباني “إن شرب الخمر وأكل الميتة لم يحرم إلا بالنهي عنهما”  أنه يرى أن الأصل في الأشياء الإباحة  ,وقيل بأن أكثر الحنفية على هذا الرأي  .الاصل للشيباني مقدمه 284

وفی ردالمحتار    6\338 وجعلاه حلالا؛ لأنه الأصل في الأشياء ولعدم القاطع بالحرمة اهـ ولا تنافي الكراهة الحل لما في القهستاني عن خلع النهاية، كل مباح حلال بلا عكس .

مفتي ابوحامدعفی عنه

About admin