Home » عصري مسائل » آیا داجازتنامو اخستل اوپلورل جائزدي ؟

آیا داجازتنامو اخستل اوپلورل جائزدي ؟

پوښتنه :په اوس وخت کې درش اوازدحام له امله دسعودي حکومت دعلماؤ دفتوی له مخې دهرملک یومعین مقدار اشخاصواوحاجیانوته اجازه ورکوي  اودایې شرط کړي چې له مشخصو اجازت نامو پرته به حج ته نه ورځې ،اوس ځیني خلګ دغه اجازت نامي یوپه بل پلوري ایا ددې تصریح یااجازت نامواخستل اوپلورل شرعاجائزدي    ؟

جواب : څرنګه چې په دغه عمل کې ډیرقبائح موجود دي نوشرعايې اخستل اوپلورل ناروادي :

لمړی داچې دهرهیواد اوحکومت دقوانینو رعایت ساتل ضروري ده ،لهذا کوم تناسب یاموده چې دحج لپاره ټاکل شوي له هغه څخه سرغړونه کول شرعاصحیح نه ده .

دوهم :په دې کې دوکه ،دروغ ،خیانت  اونورډير مفاسد موجود وي .

دریم :کله دادیوه مستحق شخص په یوغیرمستحق شخص باندي پلورل کېږي مثلا دیوه مستحق سړي حق وي بیايې یوتن په بل باندي داصل مالک په ناخبرتیاکې خرڅوي لکه په افغانستان کې اوس مهال دایورواج جوړشوی دی .

وفي الموسوعة المیسرة في فقه القضایا المعاصرة ۴۸۲ ان التصریح انمااعطی لصاحبه بناءا علی  عقدمع الجهة المانحة للتصریح  ومن شرطه انه لایحق له بیعه والعقدلازم الوفاء لقوله تعالی :واوفوابالعقود    الایة

النوازل في الحج  ص\۵۴

About admin