Home » د صحابه ؤ سیرت » دابن عوف رضی الله تعالی عنه دژوندڅوعجیبه بیلګې 

دابن عوف رضی الله تعالی عنه دژوندڅوعجیبه بیلګې 

۱= ابن عوف دقریشو دزهري قبيلې سره تړاو درلود ،لمړی يې نوم عبدالکعبة وله اسلام وروسته يې رسول الله صلی الله علیه وسلم نوم عبدالرحمن کيښود.

۲= دی اتم  سړی دی چې ایمان يې راوړی . اودابوبکر رض په دعوت کې پنځم تن و .ددوهجرتونو مهاجر و په مدينه کې رسول الله صلی الله علیه وسلم دسعدبن ربیع سره مواخات ورکړی وو

۳= په ټولو غزاو کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره شریک و،په احدکې يې په بدن له شلوزیات زخمونه خوړلي و چې له هغوی یويې په خوله کې ووچې غاښونه يې وتلي واوبل په پښه وچې دتل لپاره ګوډشو.

۴=ده لکه څرنګه چې يې په ځان جهاد کول همداسي يې په خپل ټول مال باندي جهاد کړی ،یوه ورځ عمر رض ورته وویل :عبدالرحمن ګنهګاربه شي کورته دي هیڅ نه دي ایله کړي .

۵= ویل کېږي چې پنځه سوه اسونه يې په جهادکې وقف و اوپنځلس سوه يې نوري عامې سوارلۍ وقف کړي وي (په بل کتاب کې ۵۰۰ سوه)

۶= یووقت په مدینه کې مسلمانان سخت محتاج شول عبدالرحمن بن عوف رض یوه قیمتي ځمکه په څلویښت زره درهمه وپلورله اوهغه  روفي يې ټولې  په مسلمانانو مصرف کړي .

۷= قال رسول الله صلي الله عليه وسلم : تصدقوا، فإني أريد أن أبعث بعثًا. قال: فقال عبد الرحمن بن عوف : يا رسول الله، إن عندي أربعة آلاف، ألفين أقرضهما الله، وألفين لعيالي. فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم: بارك الله لك فيما أعطيت، وبارك لك فيما أمسكت!….

طبري ۱۴\۳۸۶

ژباړه :رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل :تاسوصدقې وکړئ ! زه دمجاهدينویوتشکیل استوم حضرت عبدالرحمن بن عوف وويل دالله رسوله ! څلورزره لرم،دوه زره به الله تعالی ته ورکړم اودوه زره به دکورماشومانو نفقه شي،رسول الله صلی الله علیه وسلم دعاء ورته وکړه :چې الله تعالی دي په ورکړي مال کې اوپه کورکې پاته مال کې برکتونه واچوه …بیامنافقانو ویل:چې عبدالرحمن بن عوف ریاء کوي نودآیة نازل شو (الذين يلمزون المطوعين من المؤمنين …) الایة

۸= درسول الله صلی الله علیه وسلم ددعاء په اثر  دصحابه وو شتمن شوپه تجارت کې يې ښه مهارت درلود له بازاره به تش لاس نه راتو یعني ګټه به يې په هره سوداء کې کوله ..حتى إنه قال: (لو رفعتُ حجرًا لوجدت تحته ذهبًا) .

ده ټول شپاړس ودونه کړي و. دده مبارك شل زامن  اواته لوڼې وي . دوفات په وخت كي يي له  مال اودنياڅخه (1000) اوښان ( 3000 ) پسونه او( 100 ) اسونه پاته و.

۹= همدا راز دده نقد مال چي په ورثه وو تقسيم شو نو څلورو ميرمنو ته چي ثمن يعني اتم  د مال يي وه هري يوي ته اتيا زره درهم ورسيده .

۱۰=دده مبارك هغه غلامان اومېنځې چي ده په خپل زوند كي ازاد کړي وو شمار يي ( 20000) زره ته رسيد ه .  اصحاب رسول ص\ 381 –  382 –   383

۱۱= رسول الله صلی الله علیه وسلم  وفرمایل : أبو بكرٍ في الجنةِ، وعمرُ في الجنةِ، وعثمانُ في الجنةِ، وعليٌّ في الجنةِ … وعبدُ الرحمنِ بنُ عوفٍ في الجنةِ ..

عبدالرحمن بن عوف رضی الله تعالی عنه له عشرة مبشرة بالجنة څخه ده .

۱۲=وكان عبد الرحمن ابن عوف إذا دخل بيته قرأ آية الكرسي في زوايا بيته الأربع . . .قرطبي ۳\۲۶۹ آية الکرسي

چې کورته به داخلیدو نوڅلورو کونجانوکې به يې آية الکرسي ولوسته ددې لپاره چې له ټولو اطرافوپه امن وي .

دمفتي ابویاسر له الحديقې څخه

 

About admin