Home » درس الحديث » غازي مجاهد ته درسول الله [ص]زیری .

غازي مجاهد ته درسول الله [ص]زیری .

عن ابي هريره رضي الله عنه قال :إن رسول الله صلى الله عليه وآله وسلم قال (لا يجتمع كافر وقاتله في النار أبدا)).رواه مسلم

ژباړه : له ابوهریرة رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : کافراودهغه[غازي] قاتل به په جهنم کې هیڅ کله یوځای نشي .یعني مجاهدغازي به په جنت کې اوکافربه په جهنم کې وي .

تشریح : رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه غازي ته چې کافريې وژلی وي یولوی زیری  ورکوي : چې دغه مجاهدبه کله هم جهنم ته ولاړنشي ځکه په جهنم کې خوبه کافران وي او الله تعالی به غازي له کافرانوسره یوځای نه کړي  .

لنډه داچې په دغه مجاهدبه دالله تعالی ځانګړې پېرزوينې وي له ګناهونوبه محفوظ وي که چېرته یوه نیمه ګناه ځيني وشي الله تعالی به دتوبې توفیق ورکوي،عفوه به ورته کوي  اوله دنیاڅخه به يې په ښه ایمان اوعقېدې سره رخصت کوي .اودایوسترسعادت دی .

About admin