Home » د صحابه ؤ سیرت » حضرت حذیفة اوعبدالله [رض] چې لااوس هم روغ وو!

حضرت حذیفة اوعبدالله [رض] چې لااوس هم روغ وو!

لا اوس هم روغ وو

په 1929 م  سنه كي په عراق كي لا بادشاهي نظام و،بادشاه په خوب كي وليدل چي حضرت حذيفه رض اوحضرت عبدالله بن جابررض ورته  وايي:چي زموږ قبرونو ته اوبه راځې او ددي يوه مناسبه لاره چاره ولټوه بادشاه حكم ورکړچي ددجلي اوقبرستان په مېنځكي دي يوه زوره كندنه وشي څومعلومه شي چي دقبرونوخواته اوبه له كومي خوراځې ،كندنه وشوه خودابو دتللو كوم اثار معلوم نشو بادشاه دايو هسي خواب وګاڼه،اوله نظره يي وايستل.

مګرهغه بياداخواب څوواره وليدل ،بادشاه په تشويش كي شودوخت علمايي راوغوښتل،اوبيايي خپله واقعه ورته بيانکړه په دي راغوښتل شوو عالمانو كي يوه عالم هم وويل :چي ده هم په دي ډول يوخواب ليدلى. اّخر رايه داشوه چي دهغوى قبرونه دي وكتل شي كه چيري دهغوى قبرونو ته اوبه ورځې نو هغه دي له هغه ځايه څخه انتقال شي .څرنګه چې دا دنبي كريم صلى الله عليه وسلم له ستروصحابه ووڅخه وو نوټولوخلګوغوښتل چي په دي مراسموكي ګډون وکړي نويي دحاجيانو دراتلو وروسته يو تاريخ معلوم کړ چي بيا په هماغه تاريخ دنړۍ له ګوټ ګوټ څخه خلق را غلو،دغه مبارك قبرونه وپلټل شول اوپه زرګونوخلكو يوداسي عجيبه منظر وليدل چي نزدي ديارلس سوه كلونه دتيريدو نه وروسته  هم دهغوى مبارك جسدونه روغ رمټ تراوتازه وو” داسې ښکاریده چې ګنې په یوه درانه خوب ویده دي .

یودسترګوماهر غیرمسلم ډاکټر په دې مراسموکې ګډون درلودهغه وويل :چي ددوى په سترګوكي اوس هم هغه چمك او حس شته كوم په زوند كي وي اودمرګ نه وروسته په څودقيقوكي له مېنځه ځې .

هغه چي دادخپلوسترګوواقعه ولیده نواسلام يې قبول کړ.

وروسته يي ددوى مباركو جنازو ته لوى لوى بانسونه  اولګړي وتړلي څوممکن ډیر خلك يي جنازي ته دتبرك لپاره خپلي اوږي ورکړي  اوبيايي دواړه دحضر ت سلمان فارسي رض ترڅنګ خاوروته وسپارل ددي واقعي دليدلو سره ډيرو خلكو اسلام راووړ . جهان ديده ص\56 –  57  ملخصا .

دابویاسر له الحدیقي څخه

About admin