Home » دار الافتاء » دیرغلګرو دغلامانو په پیسو باندي خوراک کول ؟

دیرغلګرو دغلامانو په پیسو باندي خوراک کول ؟

الاستفتاء رقم ……….  محترم مفتي صاحب ! ماله یوه عسکر سره ارتباط درلود اوله هغه څخه به مي دمجاهدینو لپاره معلومات را اخستل ،زما اودده ډیره ناسته په هوټل اودوکان سره کیدله ، ده به کله ناکله دډوډۍ روفۍ ورکړي کله به ماورکړي ،اوس هم داسلسله شته نوله ماسره پوښتنه داپیداکېږي چې ددې سړي په روفوباندي ډوډۍ خوړل څرنګه ده ؟ که دی روفۍ ورکړي ماته هغه ډوډۍ شرعا رواده ؟ بینوا توجروا

الجواب حامدا ومصلیا وبعد:که چېرې دې عسکر دخپلې تنخوا له روفو څخه دغه ډوډۍ مصرف کوي بیاخويې خوراک نه دی جائز اوکه دغه عسکر نوره حلاله آمدني لري له هغې څخه دغه مصرف درباندي کوي بیارواده . اوکه ګډه وډه وي بیاچې زیاتره امدني يې حلاله وي نوډوډۍ یې خوړلی شي  والا فلا !

في المشکوة ۲\۲۷۹ عن عمران بن حصین رضی الله تعالی عنه قال نهی رسول الله صلی الله علیه وسلم عن اجابة طعام الفاسقین .

وفي مجمع الانهر ۴\۱۸۶ . ولایجوز قبول هدیة امراء الجور لان الغالب في مالهم الحرمة الا اذا علم ان اکثر ماله من حل بان کان صاحب تجارة اوزرع  ،فلاباس به .

ومثله في البزازیة علی هامش الهندیة ۶\۳۶۰

وفي الهندیة ۵\۳۴۳ لایجیب  دعوة الفاسق المعلن لیعلم انه غیرراض بفسقه الخ

کتبه :ابوحامدعفی عنه

About admin