Home » د صحابه ؤ سیرت » داحدلمړی شهید !

داحدلمړی شهید !

دادحضرت جابر رض پلار حضرت عبدالله ده او داحد دغزا لمړى شهيدده ،نبي كريم صلى الله عليه وسلم هغه دحضرت عمرو بن جموح رض سره يوځای په يوه قبركي خښ کړ، مسلمانان په هغه وخت كي دومره دغربت په حالت كي وو چي دحضرت عبدالله رض دكفن لپاره يي جامي نه درلودي،نو هغه يي يواځې په يوه څادر [ چي پښېمباركي يي لوڅې وي  ] كي خاوروته وسپارل .

څرنګه چې ددوى مبارك قبرپه ټيټه زمكه کې و نوڅلويښت كاله وروسته دحضرت معاويه رض په زمانه كي سيلاب راغى”اوبل په دي ځای يوه وياله هم جوړه شوي وه “چي ورسره ددوى قبرته زيان ورسيد”  نو ددوى قبرچي جابررض هم حاضر وو  وكندل شول كله چي قبرلوڅ شو نو ددواړو مباركو صحابه وو بدنونه بالكل روغ رمټ اوتازه و،بلكه په يوه بل روايت كي دي چي دحضرت عبدالله رض په مبارك مخ باندي يوزخم و چي ده لاس په هغه زخم ايښی و،كله چي يي لا س ځېني پورته کړ نو له زخم څخه يې تازه وينه روانه شوه،چي بيرته يي لاس په هغه ځای کېښود نووينه بنده شوه . جهان ديده ص\58

حضرت عبدالله بن عمرو بن حرام رضی الله تعالی عنه دمدیني منوري دخزرج دقبیلې دبني سلمه دپښې سره تړاو درلود ،دی مکې ته عقبه ثانیه کې حاضرشوی و،

دشهادت وروسته يې یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم  زوی جابر رض ته وویل : درته ووایم ؟ ستاله پلار سره الله تعالی مخامخ خبري وکړي،ورته ويې ویل :وغواړه چې زه يې درکړم ! عبدالله رض ورته وويل : زه غواړم چې یوځل مي بېرته دنیاته ستون کړي اوهلته ستالپاره بیاوجنګیږم اوبیاشهیدشم ! الله تعالی ورته وویل : ماله وړاندي داوعده کړي چې څوک دلته راشي بیابه بیرته دنیاته نه ځې  ،عبدالله وویل :نوزمادحالت خبره به څوک زماملګرو اوکورنیوته ورسوي : الله تعالی دایة نازل کړ : وَلاَ تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ أَمْوَاتًا بَلْ أَحْيَاء عِندَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ  (169)

دشهادت په ورځ يې رسول الله صلی الله علیه وسلم دخور ژړا واوریده ورته وي ویل : ژاړي اوکنه ژاړي ، تراوسه ملائکه و په عبدالله په خپلو وزرونو سایه کوله ،ترڅوچې دوی پورته کړ .

دمفتي ابویاسر له الحدیقې څخه

About admin