Home » عصري مسائل » دغیرمسلمانو عبادت ځای ته ورتلل

دغیرمسلمانو عبادت ځای ته ورتلل

پوښتنه : محترم مفتي صاحب! زموږ ډېرملګري  مختلفو هیوادونو ته د تجارت لپاره ځي اوهلته کله ناکله دسیاحت  لپاره یو ځای بل ځای هم ځي چې کله ناکله  دغیرمسلمو عبادت ځایونو ته هم ځي  لکه بت خانه ، چرچ  یا کلیسا اوداسي نور . اوکله خو سړی مجبور شي دهغوی په شان  ځان جوړکړي یا له هغوی سره مشابهت وکړي نو ددې کار په اړه داسلامي شریعت حکم څه دی که  واضح يې راته بیان کړئ .  ستاسو ورور حبیب الله

الجواب : حامداومصلیاوبعد: په مسؤوله صورت کې  بت خانې ، چرچ یاکلیسا اود غیر مسلمانانو عبادت ځایونو ته  ورتګ جواز نه لري ، اوکوم څوک چې له هغوی سره مشابهت  وکړي دهغوی په شان عبادت وکړي یا دهغوی په شان دعبادت جامي اونور رسومات ترسره کړي  په کار دی چې د ایمان او نکاح تجدید وکړي .

……………………………………………………………………

لما في البحر الرائق  ٧ / ٢١٤:  دار الكتاب الاسلامي

(قوله، ولا يحلفون في بيوت عبادتهم) ؛ لأن القاضي لا يحضرها بل هو ممنوع عن ذلك كذا في الهداية، ولو قال المسلم لا يحضرها لكان أولى لما في التتارخانية يكره للمسلم الدخول في البيعة والكنيسة، وإنما يكره من حيث إنه مجمع الشياطين لا من حيث إنه ليس له حق الدخول والظاهر أنها تحريمية؛ لأنها المرادة عند إطلاقهم، وقد أفتيت بتعزير مسلم لازم الكنيسة مع اليهود.

 

مجمع الأنهر في شرح ملتقی الأبحر  ٢ / ٢٦٠، ط: دار احياء التراث العربي.

(ولا يحلفون) أي الكفار (في معابدهم) ؛ لأن فيه تعظيما لها والقاضي ممنوع عن أن يحضرها وكذا أمينه؛ لأنها مجمع الشياطين لا أنه ليس له حق الدخول.وفي البحر وقد أفتيت بتعزير مسلم لازم الكنيسة مع اليهود والنصارى .

وفي ردالمحتار ۱/۳۸۰: دارالفکر بیروت

فإذا حرم الدخول فالصلاة أولى، وبه ظهر جهل من يدخلها لأجل الصلاة فيها.

وفي الموسوعة الفقهیة ۳۸ / ۱۵۵: وزارة الاوقاف الکویت.

ذهب الحنفية إلى أنه يكره للمسلم دخول البيعة والكنيسة، لأنه مجمع الشياطين، لا من حيث إنه ليس له حق الدخول.

 

کتبه : م / محمد

 

About admin