Home » جـــــهاد » نفوذي بريدونه… د اسلام له نظره (لومړی برخه)

نفوذي بريدونه… د اسلام له نظره (لومړی برخه)

فاتح افغان

نفوذي بريدونه د امريکايې اشغال ضد د افغانانو يو ابتکاري جهادي تکتيک دی، چې اشغالګرو ته يې د سر او مال درانه زيانونه اړولي او دهغوی په روان يې ناوړه اغيز ښيندلی.

لله الحمد وخت پر وخت د دغو اتلوالو بريدونو څپه تونديږي او وحشي تاړاکګرو ته د عبرت تاريخي درسونه ترشا پريږدي چې وروستی هغه يې په ‏2019‏/9‏/23 نيټه په قندهار کې د اتل نفوذي مجاهد صفي الله تقبله الله له لوري په صليبي اشغالګرو باندې اتلوال نفوذي بريد دی چې ګڼ شمير اشغالګران پکې ووژل شول.

د دين او وطن دښمنان په دې برخه کې ډير تبليغات کوي چې ګواکې دا بريدونه شرعا ناروا او له وطن سره خيانت دی، ترڅو حقيقت درک کوونکي ځوانان له دغه ډول بريدونو څخه راوګرځوي او اشغالګرو صليبيانو ته د وزير اکبر خان په دې ټاټوبي کې د ارام ساه اخيستلو موکه برابره کړي، په راتلونکو کرښو کې غواړو د اسلام له نظره نفوذي بريدونو ته ځغلنده کتنه وکړو ترڅو دا معلومه کړو چې آيا نفوذي بريدونه شرعا ناروا او له هيواد سره خيانت دی او که يوه مبارکه جهادي عمليه او ديني او ملي وجيبه ده؟

نفوذي بريدونه داسلامي شريعت له مخې ستره اتلولي او په جنت کې د درجاتو د لوړيدا سبب دی.

رسول الله صلی الله علیه وسلم وخت پر وخت پر بيلابيلو اهدافو باندې د نفوذي بريدونو د ترسره کولو لپاره ځينې اصحاب رضي الله عنهم اجمعين استولي، چې د هغوی له جملې څخه حضرت عبد الله بن انيس رضي الله عنه، عبد الله بن عتيک رضي الله عنه او حضرت محمد بن مسلمه رضي الله عنه زيات شهرت لري.

لومړی به د دغو اصحابو رضي الله عنهم کيسې په مختصره توګه ذکر کړو او له هغه وروسته به د دې مسئلې په اړه فقهي نصوص او تصريحات راوړو.

د حضرت عبد الله بن انيس رضي الله عنه کيسه

عن عبد الله بن أنيس،  قال :  دعاني رسول الله صلى الله عليه وسلم، فقال : ” إنه قد بلغني أن خالد بن سفيان بن نبيح الهذلي يجمع لي الناس ؛ ليغزوني وهو بعرنة، فأته، فاقتله “. قال : قلت : يا رسول الله، انعته لي، حتى أعرفه، قال : ” إذا رأيته، وجدت له اقشعريرة “. قال : فخرجت متوشحا بسيفي، حتى وقعت عليه، وهو بعرنة مع ظعن يرتاد لهن منزلا، وحين كان وقت العصر، فلما رأيته وجدت ما وصف لي رسول الله صلى الله عليه وسلم من الاقشعريرة، فأقبلت نحوه، وخشيت أن يكون بيني وبينه محاولة تشغلني عن الصلاة، فصليت وأنا أمشي نحوه أومئ برأسي الركوع والسجود، فلما انتهيت إليه، قال : من الرجل ؟ قلت : رجل من العرب،

وفي السير الكبير: قال: انتسب إلى خزاعة،……… فجاء فسلم، ثم نسبني فانتسبت إلى خزاعة، وذكر في الطريق الآخر: كنت أعتزي إلى جهينة أي أنتسب إليهم.

(وإنما أمره بذلك؛ لأن ابن سفيان كان منهم)

سمع بك، وبجمعك لهذا الرجل، فجاءك لهذا،

وفي رواية السير الكبير : ثم قلت له: جئت لأنصرك وأكثرك وأكون معك،

قال : أجل، أنا في ذلك، قال : فمشيت معه شيئا حتى إذا أمكنني، حملت عليه السيف، حتى قتلته، ثم خرجت وتركت ظعائنه مكبات عليه، فلما قدمت على رسول الله صلى الله عليه وسلم، فرآني، فقال : ” أفلح الوجه “. قال : قلت : قتلته يا رسول الله، قال : ” صدقت “. قال : ثم قام معي رسول الله صلى الله عليه وسلم، فدخل بي بيته، فأعطاني عصا، فقال : ” أمسك هذه عندك يا عبد الله بن أنيس “. قال : فخرجت بها على الناس، فقالوا : ما هذه العصا ؟ قال : قلت : أعطانيها رسول الله صلى الله عليه وسلم، وأمرني أن أمسكها، قالوا : أولا ترجع إلى رسول الله صلى الله عليه وسلم، فتسأله عن ذلك ؟ قال : فرجعت إلى رسول الله صلى الله عليه وسلم، فقلت : يا رسول الله، لم أعطيتني هذه العصا ؟ قال : ” آية بيني وبينك يوم القيامة، إن أقل الناس المتخصرون يومئذ “. فقرنها عبد الله بسيفه، فلم تزل معه حتى إذا مات أمر بها، فصبت معه في كفنه، ثم دفنا جمعا. رواه أحمد, و ابن حبان والبيهقي في السنن الكبرى.

ژباړه: له حضرت عبد الله بن انيس رضی الله عنه څخه روايت دی هغه فرمايې چې زه رسول الله صلی الله علیه وسلم راوغوښتلم او راته ويې ويل: خبر شوی يم، چې خالد بن سفيان هذلي زما پر ضد خلک راټولوي، ترڅو په مدينه باندې بريد ترسره کړي، ورشه او ويې وژنه.

ما ورته وويل: يا رسول الله ماته يې نښې ذکر کړه ترڅو يې وپيژنم.

رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: چې کله يې وګورې، ترې وبه ډار شې او لړزه به درباندې راشي، زه له خپلې تورې سره راووتلم، تردې چې په عرنه سيمه کې مې وموند، چې دخپلو ميرمنو لپاره د پړاو د ځای موندلو په لټه کې و، د مازديګر وخت و، چې کله مې وليده هغه د ريږديدلو علامه مې وموندله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم راته ښودلې وه، زه دهغه په لوري ورروان شوم، زه وويردلم داسې نه چې له هغه سره په جګړه کې لمونځ راڅخه قضاء نشي، په روان حالت کې مې لمونځ پيل کړ، رکوع او سجده مې په اشاره کوله.

چې کله ورورسيدلم هغه وويل: سړيه څوک يې؟

ما ورته وويل: د عربو يو سړی يم،

د سير کبير په روايت کې دي: چې حضرت عبد الله بن انيس رضی الله عنه له جهينة قبيلې څخه و خو نبي کريم صلی الله عليه وسلم ورته امر کړی و چې د ځان نسبت خزاعه قبيلې ته وکړي.

امام سرخسي رحمه الله د سير کبير په شرح کې ليکي:  دا امر يې ځکه ورته کړی و چې خالد بن سفيان له خزاعه قبيلې سره تعلق لاره.

اوريدلي مې دي چې ددغه سړي (محمد صلی الله عليه وسلم) پر خلاف لښکرې تياروې، د همدې لپاره درته راغلی يم.

د سير کبير په روايت کې دي چې ورته ومې ويل: زه ددې لپاره راغلی يم چې ستا مرسته وکړم، ستا دلښکر شمير زيات کړم، او له تاسره ملتيا وکړم.

هغه وويل: هو، په همدې کار مصروف يم.

يو څه ورسره ولاړم، چې کله پرې راته د ګذار کولو موکه برابره شوه، په تورې سره مې بريد پرې ترسره کړ، تردې چې ومې واژه، بيا ترې راووتلم او ميرمنې مې يې په داسې حال پريښودلې چې وير يې پرې کاوه.

چې کله رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راورسيدلم هغه مبارک وليدلم نو هغه راته وويل: بريا دې مبارک.

حضرت عبد الله بن انيس وایې چې ما ورته وويل: يا رسول الله ومې واژه، هغه راته وويل: رښتيا دې وويل.

بيا له ما سره رسول الله صلی الله عليه وسلم پورته شو او زه يې خپل کور ته بوتلم، او ماته يې يوه امسا راکړه، او راته ويې ويل: عبد الله بن انيسه دا درسره وساته.

عبد الله بن انيس وايې زه له امسا سره دباندې خلکو ته راووتلم، هغوی راڅخه وپوښتل، په دې امسا څه شی کوې؟

ما ورته وويل: رسول الله صلی الله عليه وسلم راکړه، او سپارښتنه يې راته وکړه چې درسره ويې ساته.

هغوی راته وويل: آیا بيرته رسول الله صلی الله عليه وسلم ته نه ورګرځې چې په دې اړه پوښتنه ترې وکړې؟

عبد الله بن انيس وايې زه رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ورغلم او ورته ومې ويل: يا رسول الله، دا امسا دې ماته ولې راکړه؟

رسول الله صلی الله عليه وسلم راته وويل: “دا به دقيامت په ورځ زما او ستا ترمنځ نښه وي، په دې ورځ به ډيرو کمو خلکو په امسا تکيه وهلې وي”

عبد الله بن انيس رضي الله عنه هغه امسا له خپلې تورې سره نښلولې وه، چې کله يې دمرګ وخت رانږدې شې وصيت يې وکړ چې په کفن کې يې راسره کيږدئ او يوځای ورسره خښه شوه.

قيل معناه : تحكم بها في الجنة كما يتحكم الملوك بما يشاءون وقيل معناه : ليكن هذا علامة بيني وبينك يوم القيامة حتى أجازيك على صنيعك بسؤال الزيادة في الدرجة لك . شرح السير الکبير

ژباړه: ځينې علما وايې چې معنا يې دا ده چې جنت کې په دې امسا تکيه لګوه لکه څنګه چې پاچاهان د خپلې خوښې په امساو تکيه لګوي، او ځينې علما وايې چې معنا يې دا ده چې دا د قيامت په ورځ زما او ستا تر منځ نښه ده ترڅو د دغې اتلولی بدله درکړم او د درجو دلوړ والي سوال درته وکړم.

About admin