Home » دار الافتاء » دسجدوپه مینځ دعاء ویل څرنګه ده ؟

دسجدوپه مینځ دعاء ویل څرنګه ده ؟

الاستفتاء رقم …. محترم مفتي صاحب ! په لمانځه کې دسجدو په مابین کې کومه دعاء ویل کیدلای شي اوکنه ؟ ملاعبدالله

الجواب حامدا ومصلیا وبعد:زموږ دمذهب په ځینو کتابونوکې لیکلې دي چې په فرض لمانځه  دسجدو په مینځ کې دغه اذکار نه ویل کېږي البته دسنة اونفل لمانځه  په مینځ کې ویل کېږي ،مګر په ردالمحتار اوځينونورومعاصرو فتاواوکې راغلي دي :چې دفرضو اختصاص په هیڅ یوه دلیل کې نه دی راغلی ،لهذاپه فرض ،سنة اونفلو کې ویلای شي .

في الترمذي  ج ۱ص\۶۸  : عن علي رضی الله تعالی عنه : قال کان رسول الله صلی الله علیه وسلم اذا رفع رأسه من الرکوع قال سمع الله لمن حمده  ربنالک الحمدملأالسموات والارض وملأ مابینهما وملأماشئت من شیئ بعد . والله أعلم

کتبه :ابوحامدعفی عنه

About admin