Home » بېلا بېلي لیکني » دصفري  میاشت  او شرعي  مسایل  یې   :

دصفري  میاشت  او شرعي  مسایل  یې   :

ډیر خلک  په ځانګړي  ډول میرمني   دصفر  المظفر دمیاشتی  په اړه  دکرکي  اونحوست عقیده لری   .  او ډیر خلګ په دغه میاشت کي ودونه نه کوي  ، په  سفر باندي  نه  ځي  .  که  چيری  مرګ ژوبله وشي ، یابیماري  پیښه شي  نوهم صفري ته یې منسوبه وي  اوداسي  نور  . . .‌

نودغه ډول عقیده  په اسلام  کي  نشته ،بلکه داډول عقیده په اسلام کي   په کلکه غندل  شوي  ،

دجاهلیت  یعني  داسلام  نه پخوا  دغه  عقیده  دکفارو وه  چي  دصفري  میاشت یې  دکرکی اونحوست  ګڼله  . خو داسلام  له راتلو سره  پیغمبرصلی الله علیه وسلم   په سختي  سره  ددي  عقیدي  تردید وکړ  .اوفرمایلي  یې دی : لاطیرة ، ولاهامة ، ولاصفر   بخاري  ص\ ۸۵۷

ژباړه :نه  دهامي په منحوسیت کي  تاثیرشته اونه هم صفره منحوسیت لري  .چي  له دي سره داخبره سپینه او واضحه شوه  چي  نحوست   په  ورځ ، شپه  ، میاشت  ، اوکال کي نشته  ، اونه به مسلمان  دغه سي  عقیده لري  ، هو  منحوس  دبندګانو ناوړه  اعمال اوبدي عقیدي  دي ،  کله  چي  یونیک انسان  خپل  وقتونه په عبادت کي تیروي  نو ټول  وقتونه یې مبارک دی ، اوڅوک چی یې په ګناه کي تیره وي  نو دغه وقتونه  خوبیاهم هغه وقتونه  دي  ،یواځي ورپه کي سرته رسول شوي (  مظروفیت ) یې بدل کړ .

لنډه  دا چي  دصفري میاشت  نامبارکه نه ده ،اونه هم  په دي کي   کوم  شؤم اوکرکه شته  البته  نامبارک اومنحوس  زموږ  دغه بد اعمال  او ناوړه عقایددي ،چي داسلام  څخه سراسر مخالف  دي . نوراځۍ چي خپله هم  له دي  ناوړي  عقیدي  څخه خپله عقیده صفا کړو اونور هم  ورځيني  وژغورو ،

دصفري  دمیاشتي مسایل :

مسئله  : څرنګه  چي دصفري  دمیاشتي له  لمړي ورځي  څخه  تردیارلسم  تاریخ  پور ي  داسلام نه وړاندي  کفارو سخت  منحوس  ګڼل ، اوداخالص  دکافرانو عقیده وه ، اوپه اسلام  کي  ددي عقیدي په کلکه  تردیدشوی  نو ځکه  په دغه شپو کي کرکه کول  یادغه ورځي بدي  ګڼل    نه دی  جایز   . فتاوی الرحیمیه ۱\۱۱۷- ۱۱۸

مسئله  : ډیر خلک  دصفري  په میاشت کي  کوژده  ، واده ، یاسفر   نه کوي  ، نودایوه سخته  ګناه  ده اویوه غلطه عقیده ده  . فتاوی الرحیمیة ۱\۱۱۸  واحسن  الفتاوی ۱۴۷-۴۸

مسئله  : په ځینو سیموکي  آخري چهارشنبه  دمذهبي مراسمو په ډول  لمانځله کیږي  اودافکرکول کیږی چي په دغه  ورځ  پیغمبرصلی  الله علیه وسلم  له  بیماري  څخه  صحت موندلی  وو . داعقیده هم  ځکه  غلطه ده چي د پیغمبرصلی الله علیه وسلم  په  دغه شپه  بیماري زیاته شوي  ، کیدی شي  چي په دغه ورځو کي یهودو خوشحالي کړي وي  ، فتاوی الرحیمیة ۱\۱۱۹  ملخصا ومثله في الفتاوی محمودیه ۱۵\۴۱۲ ومثله في احسن الفتاوی ۱\۳۶۰

مسئله  : په دغه ورځو کي  دمدرسو  رخصتي  کول  یا په کورونو کي  مذهبی مراسم  جوړول  شرعي اصل  نه  لري  نو ځکه یې سرته رسول  ناجایز دي  . فتاوی الرحیمیة  ۱\۱۲۰

مسئله  : په ځینواسیمو کي  چي کله دصفري میاشت ووزي  نوماشومان  دکورنو اودروازو په ټکولو سره  شورونه  کوي  ، ناري وهي   صفره  ووته ، دغه هسي ماشومانو ته  دکرکي عقیده ورکول  دي ، مسلمانانوته په کارده چې خپل ماشومان داسي عمل ته پری نه ږدي  ،  بلکه په کلکه یې ځیني  منعه  کړي  . وړانديني مصادر.

مسئله   : ځیني خلګ دصفري په آخیري چهارشنبه غسل کوي شریني ویشي او وایې چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  په دي ورځ دصحت غسل کړی ده  ، اوکه شریني ونه ویشي نو تاوان ورته رسیږي  ، نو داټولي عقیدي  بي بنیادي دي ،داطریقه غلطه ده اوځان ورڅخه ساتل ضروري دی ، نه په دي ورځ له رسول الله صلی الله علیه  وسلم څخه غسل ثابت ده ، اونه هم له صحابه وو یا نوروسلفو علماو څخه دشریني ویشل . فتاوی محمودیه ۱۵\۴۱۲ ملخصا

مفتي ابوحمزه

 

About admin