Home » درس القرآن » ولې دیرغلګرو سره نه جنګېږئ…!

ولې دیرغلګرو سره نه جنګېږئ…!

قال الله تعالی  :  وَمَا لَكُمْ لَا تُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَالْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ الرِّجَالِ وَالنِّسَاءِ وَالْوِلْدَانِ الَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا أَخْرِجْنَا مِنْ هَذِهِ الْقَرْيَةِ الظَّالِمِ أَهْلُهَا وَاجْعَلْ لَنَا مِنْ لَدُنْكَ وَلِيًّا وَاجْعَلْ لَنَا مِنْ لَدُنْكَ نَصِيرًا (75) النساء

ژباړه : اوڅه شوي   چې تاسو نه جنګیږي دالله تعالی په لاره کې   او[ دپاره دخلاصون ] دهغه ضعیفو مؤمنانو نارینه  اومیرمنو اوهغه ماشومانو په خاطر چې (ددښمنانو په لاس کې دي او)وایې : ای ربه موږ وباسه ددي سیمي څخه چې اوسیدونکي یې ظالمان دي  ،او وګرزوي  موږ ته  له خپل لوري  یوغمغور اومرسته کوونکی .

لنډتفسیر : په دې آیة کې الله تعالی مؤمنانوته دجهاد په کولو ټینګار کوي بیاپه ځانګړي ډول په داسي حال کې چې دکافرانو یایرغلګروپه لاس کې دمومنانو میرمني ،ماشومان اوبډاګان اسیران وي اوهغوئ الله تعالی ته  زارۍ کوي چې موږته له دې سېمې اوظالمانوڅخه نجات راکړه اوزموږ مرسته وکړه .

له دې آیة څخه نږدي ټول مفسرین متفق دي چې کله مسلمانان دکافرانواویرغلګرو په لاس کې اسیران شي نوپه مسلمانانو باندي يې دراخلاصولولپاره جهاد فرض عین دی . خومتاسفانه اوس نه یواځې داچې خلګ دمسلمانانو اسیرانو په قصه کې نه دي بلکه له جهاد څخه هم کېناستل اوحتی تردې چې دخپلو مسلماناناو په خلاف يې دیرغلګرو ملاتړ اومرسته وکړه .

About admin