Home » درس الحديث » که زه دکافرانو سره وجنګیږم اوشهیدشم !!

که زه دکافرانو سره وجنګیږم اوشهیدشم !!

عَنْ أَنَسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ: (( أَنَّ رَجُلا أَسْوَدَ أَتَى النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم ، فَقَالَ : يَا رَسُولَ اللَّهِ ، إِنِّي رَجُلٌ أَسْوَدُ ، مُنْتِنُ الرِّيحِ ، قَبِيحُ الْوَجْهِ ، لاَ مَالَ لِي ، فَإِنْ أَنَا قَاتَلْتُ هَؤُلاءِ حَتَّى أُقْتَلَ ، فَأَيْنَ أَنَا ؟ قَالَ : فِي الْجَنَّةِ ، فَقَاتَلَ حَتَّى قُتِلَ ، فَأَتَاهُ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم فَقَالَ : قَدْ بَيَّضَ اللَّهُ وَجْهَكَ ، وَطَيَّبَ رِيحَكَ ، وَأَكْثَرَ مَالَكَ ، وَقَالَ لِهَذَا أَوْ لِغَيْرِهِ : لَقَدْ رَأَيْتُ زَوْجَتَهُ مِنَ الْحُورِ الْعِينِ ، نَازَعَتْهُ جُبَّةً لَهُ مِنْ صُوفٍ ، تَدْخُلُ بَيْنَهُ وَبَيْنَ جُبَّتِهِ)) رواه الحاكم و البيهقي الترغيب والترهیب باب الجهاد

ژباړه : انس رضی الله تعالی عنه وایې : یوتوررنګه  سړی رسول الله [صلی الله علیه وسلم ]ته راغی،اوورته ويې ویل : ای رسول الله ! زه  له رنګه توریم  ،ښه ځواني نه لرم ،بدرنګه یم ،مال اودولت هم نه لرم ،که زه له دې کافرانوسره ترهغه وجنګیږم چې شهیدشم  زه به چېرې یم ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل :په جنة کې .

دغه مجاهد دکافرانوسره وجنګیده ترهغه چې شهیدشو ،رسول الله [صلی الله علیه وسلم] ورته راغی اودده شهیدبدن ته مخاطِب شو ورته ويې ویل: الله تعالی دي څهره سپېنه کړه ، بدن يې درخوشبویه کړ ،مال يې ډیر درکړ، بیارسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : مادده حوره ولیده چې دده اوجبې ترمینځ يې پوټیده .

تشریح : جهاد اوبیادکفارو سره جګړه اوشهادت یوه داسې مرتبه ده ،چې بدرنګی اوبي ځوانۍ به یې په څوشېبوکې ترجنت ورسوي  او  ترټولوبه ښائسته  اودښې ځوانۍ څښتن شي . دجنت جامې به يې په تن وي او دجنت حورې به يې دیدن راځي .

ابویاسرعفی عنه

About admin