Home » دار الافتاء » که مسبوق له امام سره سلام وګرزوي ؟

که مسبوق له امام سره سلام وګرزوي ؟

الاستفتاء رقم : که له یوه تن څخه دجماعت یویادوه رکعته لمونځ تېرشوی وي اوبیاله په هیره له امام سره سلام وګرزوي اوبیاولاړشي نودده لمونځ صحیح ده ؟ اوکنه ؟

الجواب حامدا ومصلیا وبعد: که دغه تن دامام له سلام څخه وروسته یوې یادواړو خواوو ته سلام وګرزوي اودلمانځه خلاف کوم بل عمل یې ونه کړ اوبیاولاړشو اوپاته لمونځ يې پسي پوره کړ نوپه آخیره کې دي سجده سهوه وکړي لمونځ یې صحیح ده .اوکه په هېره له امام سره یوځای سلام وګرزوي اوسمدستي ولاړشي بیاسجده سهوه نه غواړي .اولمونځ يې صحیح ده ،

البته که عمدا اوقصدا داسي وکړي بیايې لمونځ فاسد ده بیرته اعاده غواړي  .

(قوله:والمسبوق یسجد مع إمامه) قید بالسجود؛ لأنه لایتابعه في السلام؛ بل یسجد معه ویتشهد، فإذا سلم الإمام قام إلی القضاء، فإن سلم فإن کان عامداً فسدت وإلا لا، ولا سجود علیه إن سلم سهواً قبل الإمام أو معه، وإن سلم بعد لزمه؛ لکونه حینئذ منفرداً، بحر، وأراد بالمعیة المقارنة، وهو نادر الوقوع، شرح المنیة، وفیه: ولو سلم علی ظن أن علیه أن یسلم فهو سلام عمد یمنع البناء”. (رد المحتار، کتاب الصلاة، باب سجود السهو، ۲:۵۴۶، ۵۴۷،)

“ثم قال: فعلی هذا یراد بالمعیة حقیقتها، وهو نادر الوقوع اهـ، قلت: یشیر إلی أن الغالب لزوم السجود؛ لأن الأغلب عدم المعیة، وهذا مما یغفل کثیر من الناس فلیتنبه له”. (المصدر السابق، کتاب الصلاة، آخر باب الإمامة ، ۲:۳۵۰)  فقط

واللہ اعلم

کتبه :ابوحامدعفی عنه

About admin