Home » دار الافتاء » دیوه شهیددکونډې اویتېمانو په هکله څو استفتاوې!

دیوه شهیددکونډې اویتېمانو په هکله څو استفتاوې!

الاستفتاء رقم …. محترم مفتي صاحب ! موږ څوپوښتنې لرو ۱=  یومجاهدشهیدشو اوکوڼده میرمن اودوه ځامن يې پاته دي چې يویې یوکلن اوبل يې درې کلن دی  ،دغه میرمن وايې زه دهیچاسره واده نه کوم اوله خپلو ماشومانو سره کښېنم ، مګر دشهیدخاوند وروڼه ورته وايې چې ته به ارومرو نکاح کوي نوپه دې هکله دشریعت فیصله غواړو .۲= دغه میرمن دخپلو وروڼوکورته ولاړه  اوزامن يې هم ورسره بوتلو اوس ددغه ماشومانو اکاګان ورته وايې چې موږ ته به ماشومان په لاس راکوئ ! اودماشومانو مور ورته وايې چې دابه له ماسره وي نوپه دې هکله دشریعت حکم څه ده ؟ ۳= دغه کونډه میرمن دماشومانو اکاګانوته وايې چې دماشومانو خرچه به راکوئ اودغه اکاګان يې نه ورکوي په دې هکله دشریعت فیصله څرنګه ده ؟ غلام محمد

الجواب حامدا ومصلیا وبعد:په لمړي صورت کې دشریعت حکم داده چې  دغه کونډه دخپل اختیار ده نکاح کوي که يې نه کوي هیڅوک يې په نکاح  نشي مجبورولای .

اوپه دوهم صورت کې ترڅوچې دغه میرمن دماشومانو له غیرمحرم سره نکاح ونه کړي نوتراووکلونوپورې يې دساتنې حق ددې سره دی .

اوپه دریم صورت کې دغه ماشومانو باندي که تبرعا نفقه چانه کوله نودخپل مرحوم پلار له میراث څخه به مصرف ورباندي کېږي اومصرف به يې هغه چاته حواله کېږي چې ساتنه يې کوي .همداراز ددې کونډې حق به له میراث څخه ورکوي .

في الترمذي ۱\۳۳۸  عن ابن عباس رض ان رسول الله صلی الله علیه وسلم قال الایم احق بنفسها من ولیها  الخ

وفي مختصرالقدوري ص\۱۳۴ وینعقدنکاح المرأة الحرة البالغة العاقلة برضائها… بکراکانت اوثیبا ..ولایجوز للولي اجبارالبکر البالغة العاقلة .

وفیها ایضا ص ۱۶۵ والام والجدة احق بالغلام حتی یاکل وحده  ویشرب وحده ویلبس وحده وبالجاریة حتی تحیض .

وفي البحر ۴\۲۸۷ قوله والام والجدة احق بالغلام ..وقدربسبع لانه اذا استغنی یحتاج الی التادیب والتعفیف  ..

ومثله في المحمودیة ۱۳\۵۷۷

کتبه :مفتي ابوحامدعفی عنه

About admin