Home » دمېرمنو اسلام » خویندي دي وپوهیږي! چي څوک یو او دڅه لپاره یو

خویندي دي وپوهیږي! چي څوک یو او دڅه لپاره یو

 لیکواله: آغلي حنیفه (زاهد) شاجويي.

هغه معترضین چي موږ ته ډیر له لیري لاسونه راغزوي، غواړي چي زموږ خويندي پردې  شکمني کړي چي اسلام ولي ښځوته دکار کولو حق نه دي ورکړی؟ زموږ خويندي الحمدلله ټینګه عقیده لري اوپه دي باور دي چي په اسلام کي تر بل هر قانون زیات اجتماعي ګټو او معاشرتي ښېګڼو ته پام شوي ، اسلام کار کول دهر چا دپاره خوښوي متعال څښتن جل جلاله کار کول دیو نعمت په بڼه یاد کړي دسورة النبأ په (۱۱)  آیة کي ارشاد فرمایي (( تاسوته مي ورځ دکار او ګټي لپاره پیداکړي))

تردغه آیة کریمه مخته او وروسته دڅو متعددو نعمتونو ذکر راغلي چي دغه ټول نعمتونه دنارینه او ښځینه دواړو لپاره دي او هم زموږ دخوږ پيغمبر صلی الله علیه وسلم داقول دی ( هیڅکله بل چا ښه خوراک نه خوړلي تر هغه خوراک  چي څوک ئې دخپل لاس له عمل څخه خوري)  اسلام ښځه  له یو کار څخه هم نه ده منع کړې یواځي دښځي حاکمیت او ریاست یې دیو قوم لپاره مکروه او ناخوښه بللی زموږ ددین حکیمانه پريکړي چي ورځ تر بلي ېې رښتنولي راسپړيږي  په دې هکله ېې کیدای شي یو دامنظور هم وي چي پر یو قوم حاکم کیدل خو اجرائاتو ته ضرورت لري، ښځه چي دزیاتي خواخوږي او عاطفي لرونکي ده دابه  ورته ګرانه وي  چې یوه جنایتکار ته مناسبه سزا ورکړي او له ظالم سره داسي چلند وکړي څنګه چي ورته په کار وي.

هغه څوک چي دنارینه اوښځي دبرابري غوښتونکي دي دهغوي هم په دغه دعوه کي ژبه او عمل سره لیري ښکاري،  دامریکا متحده ایالاتو جمهوري نظام چي له <۱۷۸۹> میلادي کال راپه دېخوا د <۴۵> جمهور رئیسانو لړۍ په بر کي نیسي په دغه تقریبا دوه نیمو پیړیو کي يې واک یواځي دنارينه وو په مینځ کي لاس په لاس شوي په هر حساب چي ګورو په نړۍ کي دټولواکۍ په دنده کي ښځو ډیره کمه ونډه اخستې نن چي داخبره اورو:  کار دي اهل کار ته وسپارل شي داډيره مهمه او په زړه پوري جمله ده او دژوند هر اړخیزه هوسایي پکې نغښتې ده خو داکار به دعلماوو او کارپوهانو یوي ګډي پريکړي ته پریږدو، زه راځم وخپلو پتمنو او دردیدلو خوندوته او په ډیر درناوي او خواخوږي ورته مخامخ کیږم او دا وړانديز ورته کوم : مسلمان باید نه ظالم واوسي او نه مظلوم، تاسو هرومرو خپل حقوق وغواړئ خو هغه دي داسلامي هدایاتو مطابق وي، زموږ په ټولنه کي داسي نارینه ډیر وینو:  چي په ډله ییز ډول راټولیږي دخپل دین، عزت او آزادۍ لپاره غوښتني، مبارزي او ګواښونه کوي که زموږ خويندي راټولي شي او یوازي دکومي دارایي دراغونډولو او خپلو هوسونو دپاره ږغ پورته کړي دابه خداي جل جلاله مه کړه زموږ دښځو دماده پرستۍ او ټیټ فکر يونښه شي.

نو زموږ خويندي هم هر قدم چي اخلي باید خپل مذهب عقیده او خپل عزت په نظر کي ولري، زموږ خويندي که ښه پیاوړی استعداد ولري  او دنسل جوړولو  پر درانه خدمت  علاوه نور کارونه هم ټولني ته وړاندي کولی شي ، له خداي جل جلاله څخه ورته دلابرکت دعاکوو خو دخپل کار کمیت او کیفیت ته دي ضرور پام کوي، هغه سخت او درانه کارونه دي پر غاړه نه اخلي کوم چي نارینه ېې په زور او قوت سره سرته رسوي ،  ځکه چي ښځي په عمومي توګه په جسمي لحاظ له نر څخه کمزوري دي له وس څخه زیات کاربه دوي دزياتي  ستومانۍ، تنګۍ او له کار څخه دبیزاره کیدو سبب شي زموږ خويندي دي له نارینه وو سره ګډ کارونه نه انتخابوي،  ځکه په دې صورت کي خو ددوي هره وظیفه چي وي سمه نه شي تر سره کولی،  ډیر داسي کارونه دي چي ښه قوت او توجه ورته په کار وي که نارینه او ښځه یو ځاي کار کوي نو هرومرو هغه فطرتي  تمایل چي  په دوي دواړو کي پروت دی ددوي دښه کار کولو مخي ته خنډ جوړیږي او دوي دواړي ډلي په پوره توجه سره خپلي دندي ته نه شي رسېدلاي، نارینه اوښځه په ناسته،  ولاړه، خبرو، چوپتیا حتی دمجلس دموضوع په انتخاب کي لا سره ډیر فرق لري که هیڅ مانع نه وي هم ښځي غواړي له نارینه وو څخه په جلا ډول ناسته ولاړه ولري،  دمثال په توګه خويندي او وروڼه چي په ارثي لحاظ یې عادتونه هم ډیر سره نژدي دي دانه خوښوي چي ټول وخت سره یو ځاي واوسیږي، له ډوډۍ اوچای خوړلو څخه وروسته غواړي چي جلا جلا مجلس جوړ کړي او هره ډله دخپل طبعیت مطابق سره خبري وکړي، داچي ښځي له نارینه  وو څخه په یوازي اوسیدوکي یو ډول اطمنان ترلاسه کولي شي بیانو داولي ومنو چي ښځي او نارینه دي یو ځاي کار وکړي؟ او دابه کومه ګټه ولري چي ځواني انجوني او هلکان دی په یوه درسګاه کي درس ووايي؟  زه غواړم او دا لا زمه بولم په هر قیمت چي وي زموږ دښځو پټ پاتي شوي  استعداد را وسپړل شي او پر کار ولويږي چي هغوي خپل ځانونه،  کورنۍ اوټولني ته پوره خیر ورسوي، او په پای کي خپلو خوندو او وروڼو ته دنیکمرغه او هوسا ژوند دعاکوم او خپل دردیدلي اولس ته دبختور راتلونکي په هیله یم.

About admin