Home » دار الافتاء » ایا دا ډول شراکت صحیح ده ؟

ایا دا ډول شراکت صحیح ده ؟

الاستفتاء رقم ………  محترم مفتي صاحب ! موږ درې کسان په کُرم سره شریکان یو، اوس یوبل تن هم په دې ډول راشریک کوو چې که کُرم راووتل نوته  هم په څلورمه راشریک يې ،اودکرم دارا ایستلو کاربه په ګډو سره کوو، اوکه کُرم راوونه وتل نوهیڅ دي هم نشته .نوداشرکة صحت لري شرعااوکنه ؟ المستفتي محمدشعیب ۱۳\۱۲\۱۴۴۱

الجواب حامدا ومصلیا وبعد: په مذکورة صورت کې داشرکة جواز لري ځکه دې ته شرکة الاعمال وايې یعني دلته ددوئ عمل راس المال ګڼل کېږي اودې شرکة ته شرکة التقبل هم ویل کیږي همداراز شرکة الابدان  اوشرکة الصنائع ویل کیږي .

لمافي المبسوط للامام السرخسي رح ۱۱\۱۶۲  واماشرکة العقدفالجائز منها اربعة اقسام المفاوضة والعنان وشرکة الوجوه وشرکة التقبل ویسمی هذا شرکة الابدان  وشرکة الصنائع … وشرکة التقبل ان یشترک صانعان في تقبل الاعمال کالخیاطة والقصارة ونحوذلک وتسمی شرکة الابدان لانهما یمعلان بابدانهما وشرکة الصنائع لان رأس مالهما صنعتمها.

کتبه :عبدالحکیم عفی عنه

۱۸\۲\۱۴۴۱هج

About admin