Home » درس القرآن » دیرغلګرو په وړاندي دمسلمانانو پنځه ډلي :

دیرغلګرو په وړاندي دمسلمانانو پنځه ډلي :

قال تعالى: ﴿ لَا يَسْتَوِي الْقَاعِدُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ غَيْرُ أُولِي الضَّرَرِ وَالْمُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنْفُسِهِمْ فَضَّلَ اللَّهُ الْمُجَاهِدِينَ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنْفُسِهِمْ عَلَى الْقَاعِدِينَ دَرَجَةً وَكُلًّا وَعَدَ اللَّهُ الْحُسْنَى وَفَضَّلَ اللَّهُ الْمُجَاهِدِينَ عَلَى الْقَاعِدِينَ أَجْرًا عَظِيمًا ﴾ [النساء: 95

ژباړه : دغه له جهاد څخه ناست مؤمنان چې عذر نه لري دا له هغه مجاهدینو سره چې دالله تعالی په لاره کې په ځان اومال سره جهاد کوي هیڅ کله برابریدلی نشي ،الله تعالی دغه مجاهدینو ته چې په ځان اومال سره جهادکوي په هغوکسانوچې له جهاد څخه معذوردي هم لوړفضیلت ورکړی دی ،مګر معذورینوسره هم الله تعالی دثواب وعدې کړي دي ،اودمجاهدینو اجر په هغوکسانوچې له جهادڅخه ناست دي اوعذرنه لري ډيرزیات دی .

لنډتفسیر : دالله تعالی ددې حکم په وړاندي چې دیرغلګروکافرانو سره به جنګېږئ ! مسلمانان په پنځه ډلې شوي :

۱= یوه ډله هغه ده:چې  دکافرانو سره څنګ په څنګ داسلام اوخپلو مسلمانانو په خلاف ودریږي .

۲= دوهمه ډله بیاهغه ده :چې نه په ښکاره دیرغلګرو اوکفاروخوانیسي اونه هم دمسلمانانو لوری کوي ، بس چې هرې خواته تله درنه شوه دوئ دهغې خوادي لکه منافقین .

۳= دریمه ډله بیاهغه خلګ دي:چې دالله تعالی دين اواحکاموته ژمن دي ،دغازیانواومجاهدينولوری هم کوي ،مینه هم ورسره لري ،مګر داچې نه په جهادبالمال اونه جهادبالنفس کې برخه اخلي سره له دي چې عذرهم نه لري .

 ۴= څلورمه ډله هغه مسلمانان دي چې دشرعي عذرونوله امله يې په جهادبالنفس یاجهادبالمال کي برخه نه وي اخستي یعني مال نه لري چې په جهاد کې یې مصرف کړي اودسخت عذرله امله په جهادبالنفس کې هم برخه نشي اخستلای.

۵= پنځمه ډله هغه ده :چې دالله هرحکم ته يې لبیک ویلي او دالهي حکم تعمیل ته دخپل سراوژوند په بدل ځان وړاندي کړی  دی .

الله تعالی په قرآن کریم کې دلمړۍ ډلې په هکله فرمایلې :چې دهغوئ حکم دیرغلګرو اوکفارودی بس چې چېرته وموندل شي لکه یرغلګر ودې وژل شي .

 [ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَىٰ أَوْلِيَاءَ ۘ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ ۚ وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ ۗ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ (51)المائدة ]

اوددوهمې ډلې په هکله په قرآن کریم کې دمنافق اصطلاح کارول شوي  اوبي شمیره آیتونه الله تعالی په دې هکله نازل کړي دي  لکه : الَّذِينَ يَتَرَبَّصُونَ بِكُمْ فَإِن كَانَ لَكُمْ فَتْحٌ مِّنَ اللَّهِ قَالُوا أَلَمْ نَكُن مَّعَكُمْ وَإِن كَانَ لِلْكَافِرِينَ نَصِيبٌ قَالُوا أَلَمْ نَسْتَحْوِذْ عَلَيْكُمْ وَنَمْنَعْكُم مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ ۚ …….. إِنَّ الْمُنَافِقِينَ يُخَادِعُونَ اللَّهَ وَهُوَ خَادِعُهُمْ وَإِذَا قَامُوا إِلَى الصَّلَاةِ قَامُوا كُسَالَى يُرَاءُونَ النَّاسَ وَلَا يَذْكُرُونَ اللَّهَ إِلَّا قَلِيلًا (142) مُّذَبْذَبِينَ بَيْنَ ذَلِكَ لَا إِلَى هولَاءِ وَلَا إِلَى هؤلَاءِ ۚ وَمَن يُضْلِلِ اللَّهُ فَلَن تَجِدَ لَهُ سَبِيلًا (143)

ددریمې  ډلې  په هکله دهمدې آية په پیل کې وايې : دغه له جهاد څخه ناست مؤمنان چې عذر هم نه لري دا له هغه مجاهدینو سره چې دالله تعالی په لاره کې په ځان اومال سره جهاد کوي هیڅ کله برابریدلی نشي [ لَا يَسْتَوِي الْقَاعِدُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ غَيْرُ أُولِي الضَّرَرِ وَالْمُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنْفُسِهِمْ ]

دڅلورمې ډلې په هکله فرمایې : دغه مجاهدینو ته چې په ځان اومال سره جهادکوي په هغوکسانوچې له جهاد څخه معذوردي هم لوړفضیلت ورکړی دی ،مګر معذورینوسره هم الله تعالی دثواب وعدې کړي دي : فَضَّلَ اللَّهُ الْمُجَاهِدِينَ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنْفُسِهِمْ عَلَى الْقَاعِدِينَ دَرَجَةً وَكُلًّا وَعَدَ اللَّهُ الْحُسْنَى.

اودپنځمې ډلې په هکله چې په مسلمانانوکې ترټولودستراجر څښتنان دي الله تعالی ددوئ په هکله فرمایې : اودمجاهدینو اجر په هغوکسانوچې له جهادڅخه ناست دي اوعذرنه لري په هغوی ډيرزیات فضیلت لري : وَفَضَّلَ اللَّهُ الْمُجَاهِدِينَ عَلَى الْقَاعِدِينَ أَجْرًا عَظِيمًا .

الحاصل : لمړۍ ډله چې دکفارو اویرغلګرو ملګرتیاکوي هغه دهمدې کفارو حکم لري ،اودوهم ډله چې مذبذبه ده منافقین ګنل کیږي ،اودریمه ډله بي دینه مسلمانان یافاسقان ګڼل کیږي ،اوڅلورمه ډله هغه ده چې الله تعالی يې معذوره ګڼي خوپه نیت اوله غزاتو سره دمحبت  له امله به څه اجرت هم ترلاسه کړي. اوپنځمه ډله دامت اصلې اوعمده برخه ده الله تعالی دجنت زیري سره دعظیم اجر بشارت ورکوي .

ابویاسر عفی عنه

About admin