Home » درس الحديث » دژوند ترټولو ښه لاره :

دژوند ترټولو ښه لاره :

عن معاذ بن جبل أن النبي صلى الله عليه وسلم قال له: «أَلَا أُخْبِرُكَ بِرَأْسِ الأَمْرِ وَعَمُودِهِ، وَذُرْوَةِ سَنَامِهِ»، قلت: بلى يا رسول الله! قال: «رَأْسُ الأَمْرِ الإِسْلَامُ، وَعَمُودُهُ الصَّلَاةُ، وَذُرْوَةُ سَنَامِهِ الْجِهَادُ . رواه الترمذي

ژباړه : معاذبن جبل رضی الله تعالی عنه فرمایې :چې رسول الله صلی الله علیه وسلم راته وفرمایل :زه ددين  بنیاد ،  ستنه اودهغه هسکه درته وښیم ؟ ماورته وویل :ولي نه ،ای دالله تعالی رسوله ! ده راته وویل : بنیاديې اسلام دی ،ستنه يې لمونځ دی اوترټولو هسکه برخه  يې جهاد دی.

تشریح : ځینوعلماؤ له  الامر څخه ژوند  اوځينو ورڅخه دین  اوځينو بیاشریعت اخستی دی ،خوکه يې لمړی معنی واخلي نوتشریح يې داسي دی :چې دژوند بنیادي شی اسلام دی له اسلام پرته ژوندهیڅ معنی نه لري  اودژوندستنه بیالمونځ ده ځکه په لمانځه سره بنده خپل رب په وړاندي حاضریږي اودژوندترټولو لوړه اوهسکه برخه جهاد ده ځکه دحریت اوازادۍ ژوندله همدغه ځایه پیلیږي اودابدي ژونددارتقاء ترټولو ښه لاره همدغه ده .

About admin