Home » درس القرآن » دیرغلګر ابرهه دلښکروانجام !

دیرغلګر ابرهه دلښکروانجام !

بسم الله الرحمن الرحيم

أَلَمْ تَرَ كَيْفَ فَعَلَ رَبُّكَ بِأَصْحَابِ الْفِيلِ (1) أَلَمْ يَجْعَلْ كَيْدَهُمْ فِي تَضْلِيلٍ (2) وَأَرْسَلَ عَلَيْهِمْ طَيْرًا أَبَابِيلَ (3) تَرْمِيهِمْ بِحِجَارَةٍ مِنْ سِجِّيلٍ (4) فَجَعَلَهُمْ كَعَصْفٍ مَأْكُولٍ (5)

ژباړه : آیا ته نه یې خبر چې ستارب دفیل دمالکانو سره څه چلند وکړ ، آیا نه یې وګرځولی دهغوئ مکر اوتدبیر شنډ اوبرباد، اوداچې الله تعالی رالیږلي ؤ  په دوئ [  کافرانو] باندي  مرغان ټولۍ ټولۍ  چۍ ویشتل یې هغوئ په تیږو  له اورپخ شوو ،نوالله تعالی وګرزول دغه کافران لکه واښه پایماله شوي .

لنډتفسیر : یعني تاسوته به ارومرو دامعلومه شوي وي  چې ستاسو رب  دابرهه له لښکرو سره څه چلند وکړ ، اودهغوئ غرور اوناپاکې هیلي یې څه ډول شنډي اوله خاوروسره خاوري کړي ،

ابرهه دصلیبیانو یومتعصب  پوځې اوملکي مشر ؤ چې  دعربو څخه دانتقام په نیت یې بی شمیره لښکري  له پوځې اوجنګې تجهیزاتو سره  دبیت الله  په لور  رواني کړي ، هغوئ سره په دي پوځې تجهیزاتوکې ستر ستر جنګي پیلان هم ؤ چې دوخت له خورامؤثرو وسايلو څخه ګڼل کیده  په دي فیلانو کې یوترتولوسترفیل هم ؤ چې دلښکر په مخ کې به تو ،خوکله چې  وادي محسر [دمنی  کندي ] ته ورسیدل نوالله تعالی  یې ددي فیل  پښې مړي اوله وړاندي تلوڅخه عاجزه کړ ،

له بل لوري الله تعالی دوړو مرغانو ډلي ډلي لښکري ورباندي   رآڅرګندي کړي  چې په مشوکه اووزرو کې یې دخټووړي وړي ګيټۍ چې په اور پخشوي وي نیولي وي  اوددښمن په لښکرو راټیټي شوي اوپه هغوۍ یې ګذارونه پیل کړو ،الله تعالی ددي مرغانو په وارونوکې داسې قوت ایښې ؤ چې په هرکافربه یې واری وکړ نوخطابه یې نه درلوده اوهم به ورسره ځای په ځای ووژل شو ، الله تعالی په څوښیبوکې دابرهه ټول لښکر ددي مرغانو په توسط   تباه کړ ، اودمحسرپه شاوخوا  کنده یې مړي داسې پراته ؤ لکه  له بیخ نه ایستل شوي بوټي ، یا پایماله شوي واښه  .

دا واقعه درسول الله صلی الله علیه  وسلم دولادت په ورځ اوځیني روایاتوکې له ولادت نه پنځوس ورځې وړاندي تیره شوي ده ، داواقعه دالله تعالی دقدر ت یوه بي خې ښکاره بیلګه وه ،په ټولو عربوکې یې خورا شهرت درلود ،

دابرهه له دغه ټول لښکر څخه یواځې هغه دوه تنه ژوندي پاته شوي ؤچې دابرهه دلښکرله سترفیل سره به یوځای ګرزیده ، أم المؤمنین صدیقه اودهغي خور اسماء رض وایې :چې موږ هغه دوه تنه په مکه مکرمه کې لیدلي ؤ چې دواړه په سترګونابینا اوپه پښوګوډ ؤ اوکله ناکله به یې  دمکي دښارپه کوڅوکې خیراتونه غوښتل  .

الله تعالی په دي سورة کې واقعي ته په اشاری سره درسول الله صلی الله علیه وسلم اومؤمنانو تسلي کړي ، همدارازیې  موږ ته دیرغلګرو دانجام په ښودلوسره داهم   څرګنده کړي  چې لوی څښتن څه ډول دیوه ټاټوبی اودهغه دبي وزله اولس ساتنه کوي .

البته شرط داده چې دغه خلګ  دالله تعالی دین ته غاړه کیږدي  اوکه داسې وشې نو الله تعالی به هرځای دصلیبي ابرهه په څیر  هر صلیبي یرغلګرنسکور او  په خپلولښکرو تباه کړي  .  وماذلک علی الله بعزیز

About admin