Home » عصري مسائل » په حرم شریف کې :

په حرم شریف کې :

پوښتنه :موږ دعمرې په سفر وو کله چې کعبې شریفي ته ورسیدو نوپه یوه لوړپوړې هوټل کې مو کمره کرایه کړه. خوهلته عجیبه حالت و، کله چې به په حرم شریف کې جماعت ودریدو نودسپیکرانو غږ په کمره کې بي خي صاف اوریدل کیدو نوموږ دلته ځيني داسي خلګ ولیدل چې له همدغه ځایه يې په امام پسي اقتداء کوله نوپوښتنه مي داده چې ایا داسي ځای څخه په امام پسي اقتداء صحیح ده اوکنه؟ سره له دي چې زموږ اودحرم شریف دجماعت دصفونوترمینځ دهوټل لاندي منزلونه ټول حائل دي اودهوټل اوحرم شریف دجماعت دباهرحصې په مینځ کې لاره هم وه .

الجواب : دومره زیاته فاصله له شکه پرته دټولومذاهبو په اتفاق داقتداء مانع ګرزي ،کماهوالمصرح في کتب المذاهب .  سئلت الجنة الدائمة :ماحکم من صلی جماعة في منزله مکتفیا بسماع مکبرات الصوت من المسجد ولم یتصل بین الامام والمأموم ولو بواسطة وذلک واقع في مکة والمدینة في الموسم  ؟ فاجاب :لاتصح الصلوة وهذامذهب الشافعیة وبه قال الامام احمد الخ

کتبه :مفتي ابویاسر عفی عنه

About admin