Home » دار الافتاء » آیاله دووکلونو وروسته رضعت ثابتیږي ؟

آیاله دووکلونو وروسته رضعت ثابتیږي ؟

الاستفتاء رقم ………. محترم مفتي صاحب ! یوه ماشوم ته يې مور له دووکلونو پوره کیدو  وروسته هم شیدي ورکوي،خواوس پوښتنه داده:چې په همدي وخت کې یوې بلې ښځې شودې ورکړي دي ،نوحرمة رضاعت راولي اوکنه ؟ ځکه اوس داسي خبره شته چې دغه هلک ته ددغې ښځې لور وغواړي ؟سیداحمد

الجواب حامدا ومصلیا وبعد: موږ باید څوامور واضح کړو : لمړی:داچې درضعت موده زموږ په مذهب کې دوه  کاله ده نوله دووکلونو وروسته هیڅ مور بایدماشوم ته خپلې شودي ورنه کړي کنه ګنهګاریږي . اودوهم:داچې له دووکلونو وروسته حرمت رضاعت نه ثابتيږي ،اودریم:که دې میرمني شودي ورکړي وي اودماشوم په عمرکې شبه  وي نوبایدله دغه عقدنکاح څخه ډډه وشي .

والدلیل علیه  :

مافي الهدایة ۱\۲۱۷ : قوله تعالی : وحمله وفصاله ثلاثون شهرا ()ومدة الحمل ادناهاستة اشهر فقی للفصال حولان . وقال النبي صلی الله علیه وسلم لارضاع بعدالحولین  .وفي التبين ۲\۱۸۲ولارضاع بعدالفصال لمارویناه . وفي البحر ۳\۲۳۹ والاصح ان العبرة لقوة الدلیل ولایخفی قوة دلیلهما… وهویدل علی انه لارضاع بعدالتمام الخ ولقاعدة مشهورة في المذهب اذااجتمع المحرم والمبیح یرجح المحرم علی المبیح .

کتبه :مفتي ابوحامدعفی عنه

About admin