پوښتنه : اوس ډیرخلګ په ټليفون کې په ګیمونواخته وي ددې شرعا حکم څه ده یعني شرعا روادي اوکنه ؟
الجواب :دیوې لوبي یاساعت تېري دجوازلپاره ضروري ده چې دالاندي شرائط به په کې موجود وي :
۱= داچې هغه لوبه کې به کوم نارواعمل نه وي .
۲= په هغه لوبه کې به کومه ديني یادنیوي نفعه وي .
۳= عبث یامحض لهو اولعب به نه وي .
۴= دغیرشرعي امورو ارتکاب به ورسره نه وي .لکه سروز،قمار یانور داسي ناجائز امور
۵= په دې لوبه کې به داسي انهماک هم نه وي چې فرائضو اوواجباتوته نقصان رسیږي .
دموبائل په اوسنیوګیمونوکې تقریبا دغه وړاندي ټول امور شته نوځکه ددغه ګیمونو استعمال نه يواځې داچې جائزنه دي بلکه داسي ګیمونه کول دماشومانو اولویانوټول مستقبل له مینځه وړي .
ففي روح المعاني ۱۱\۶۶ : سورۃ لقمان، ط:دار الکتب العلمية [ ولهو الحديث على ما روي عن الحسن كل ما شغلك عن عبادة الله تعالى وذكره من السمر والأضاحيك والخرافات والغناء ونحوه]
کتبه :مفتي ابوحامدعفی عنه