Home » دار الافتاء » دمازیګر دلمانځه نه وړاندي …

دمازیګر دلمانځه نه وړاندي …

الاستفتاء رقم ………  محترم مفتي صاحب ! دمازیګر دلمانځه نه وړاندي نفل شته اوکنه ؟ اوکه وي نوثواب يې څه ده ؟ اودوه رکعته دي که څلور ؟؟ بینوا توجروا

الجواب حامدا ومصلیا وبعد:دمازیګر له لمانځه نه وړاندي څلور یادوه رکعته لمونځ سنت غیرمؤکدشته . البته څلور رکعته يې افضل دي .اوثواب يې دادی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دعاء ورته کړي چې الله تعالی دي په هغه تن رحمتونه نازل کړي چې دمازیګر دلمانځه نه وړاندي څلوررکعته وکړي ،اودايې هم ویلي دي چې څوک دغه سنت کوي نودجهنم اوربه يې مسه نه کړي .

روى أبو داود في سننه (1271) عن ابن عمر رضي الله عنهما أن النبي صلى الله عليه وسلم قال : رَحِمَ اللَّهُ امْرَأً صَلَّى قَبْلَ الْعَصْرِ أَرْبَعًا  .والحديث سكت عنه أبو داود، وحسنه الترمذي رحمه الله في سننه(430).

وفي مراقي الفلاح ص\۳۷۰ : وندب ای استحب اربع رکعات قبل صلوة العصر لقوله علیه السلام من صلی اربع رکعات  قبل العصر لم تمسه النار .

کتبه : ابوحامدعفی عنه

About admin